د سترې محکمې د تدارکاتو امریت خبرتیا

m_admin
د سترې محکمې د تدارکاتو امریت خبرتیا

د افغانستان اسلامي امارت سترې محکمې تدارکات پر شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د ۱۴۰۴هـ ش مالي کال د کابل ولایت د مرافعه محکمې لپاره د (۱۶) قلمه قرطاسیه بابو د تدارکاتو په داوطلبۍ کې ګډون وکړي، د شرطپاڼې نقل د مالي او اداري چارو عمومي ریاست د تدارکاتو له امریت څخه په فلش یا ډسک کې ترلاسه کړئ، خپل آفرونه په شرطپاڼه کې د ذکر شویو شرطونو او د تدارکاتو قانون او طرزالعمل په رڼا کې په سربسته او تړلي ډول د دې خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه د ۵/۳/۱۴۰۴هـ ش نېټې تر ۱۰:۳۰بجو پورې د کابل ښار د عامې روغتیا څلورلارې ته څېرمه د سترې محکمې د  مالي او حسابي چارو ریاست اړوند د قراردادونو د اسانتیا عمومي مدیریت  ته وسپارئ، تر یادې نېټې وروسته او د انټرنټ له لارې را رسېدلي آفرونه د منلو وړ نه دي.
د آفر تضمین په بانکي ډول (۷۰۰۰۰) افغانۍ دی، د آفرونو پرانیسته ۵/۳/۱۴۰۴هـ ش نېټه له غرمې مخکې ۱۰:۳۰بجې په ستره محکمه کې ترسره کیږي.
نوټ: د آفرونو د پرانستې څخه تر مخ ناسته ۲۸/۲/۱۴۰۴ هـ ش نیټه د سترې محکمې په تدارکاتو آمریت کې ترسره کیږي.

خبرتیاوي

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۱:۳۵
Background image

آگاهی حضور جهت تطبیق فیصلۀ محکمه، دوسیۀ نسبتی (جاوید ولد خواص خان) و (فرهاد ولد محمد یوسف)

دوسیۀ نسبتی (جاوید ولد خواص خان) و (فرهاد ولد محمد یوسف)، که از سوی جزء ج دیوان تجارتی محکمه شهری ولایت ننگرهار فیصله و غرض تطبیق به آمریت حقوق این ولایت راجع شده بود.
آمریت حقوق ولایت ننگرهار، به . . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۹ - ۱۵:۲۷
Background image

د سترې محکمې د تدارکاتو آمريت خبرتیا

د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې تدارکات پر شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د ۱۴۰۴ هـ ش مالي کال د تخار، دایکنډي او بدخشان ولایتونو د نظامي محاکمو لپاره درې عراده (فلډر او هایلکس) . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۷ - ۱۱:۴۹
Background image

د سترې محکمې د تدارکاتو آمريت خبرتیا

د تدارکاتو د اصولو له مخې ټولو هېوادوالو ته خبر ورکول کېږي چې د افغانستان اسلامي امارت ستره محکمه په نظر کې لري د ۱۴۰۴ هـ ش مالي کال لپاره له «میلاد نور  لوژستیکي شرکت» سره چې د جواز شمېره یې ( . . .

Back to announcements