د ننګرهار د مرافعه محکمې رئیس په مشرۍ د ولایتي ادارو د مسؤولینو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه 

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۰ - ۱۲:۴
د ننګرهار د مرافعه محکمې رئیس په مشرۍ د ولایتي ادارو د مسؤولینو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه 

د ننګرهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم مولوي عبدالشکور (رشاد آخندزاده) په مشرۍ په ۱۴/ ۳/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه د دغه ولایت د قضائي، عدلي، امنیتي او نورو اړوند ادارو د مسؤولینو ترمنځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه.
په دې غونډه کې د ښاري ابتدائيه محکمې قضائي غړو، د استخباراتو، امنیه قوماندانۍ او نورو ادارو استازو او مسؤولینو ګډون کړی و.
غونډه د قرآنکريم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پيل شوه؛ ورپسې د مرافعه محکمې رئیس ګډونوالو ته ښه راغلاست ووايه، د ولایتي ادارو د مسؤولینو ترمنځ د همغږۍ غونډې پر جوړښت او ارزښت يې خبرې وکړې وویل، د دې غونډې موخه د اړوند ارګانونو ترمنځ د پیاوړې او ښې همغږۍ رامنځته کول، د چارو ښه‌والی او د هېوادوالو ستونزو ته پر وخت او ښه ډول رسېدنه ده.
د مرافعه محکمې رئيس د محاکمو د اصولو په برخه کې هر اړخیزه وينا وکړه، مسؤولينو ته په خطاب کې وویل، د يادو اصولو مطابق خپل اجراآت او کړنې ترسره کړئ، ترڅو مجرمین مجازات شي او بې ګناه خلک بې‌ځایه ازار نشي.
نوموړي هغه موضوعات چې چارې يې له ځنډ سره مخ کړې وې، د اړوند ارګانونو مسؤولینو ته ور په ګوته کړل او ترڅنګ يې د ستونزو پر حل او فصل ټینګار وکړ. 
محترم مولوي عبدالشکور (رشاد آخندزاده) زیاته کړه، د اسلامي نظام بقا د هېوادوالو د حقونو په ورکړه کې ده، د خلکو غږ باید واورېدل شي، ستونزو ته يې پر وخت رسېدنه وشي او په دې برخه کې باید لا ډیرې هڅې او کار وشي.
د غونډې په دوام د استخباراتو، امنیه قوماندانۍ او نورو ادارو استازو او مسؤولینو په خپل نوبت خبرې وکړې او د مرافعه محکمې رئیس ته يې ډاډ ورکړ چې د قضائيه قوې خپلواکۍ او پرېکړو ته پوره درناوی لرو او ژمن يو چې د دوی حکمونه پر وخت تطبیق کړو.
په دې غونډه کې د يو شمېر موضوعاتو په اړه خبرې وشوې او په اړه يې لازم تصمیمونه ونیول شول.
غونډه د دعا په لوستلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۳:۳۵
Background image

په پکتیا ولايت کې يوه متهم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتيا ولايت زرمت ولسوالۍ ابتدائيه محکمې د پرېکړې له مخې يوه کس ته چې پر لواطت متهم و؛ نن سه شنبې ۲۷/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد متهم پر دوه کاله. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۳:۳۳
Background image

په ننګرهار ولايت کې يوه مجرم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د ننګرهار ولايت دره نور ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې يوه کس ته له کوره د تښتولو په جرم او زنا په تور، په ۲۶/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد کس پر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۱:۳۷
Background image

د پکتیا ولايت مرافعه محکمې رئيس د عدلیې وزارت له پلاوي سره وکتل

 
د پکتيا ولايت مرافعه محکمې عمومي رئيس الحاج مفتي عبيدالله (خالد)؛ د عدلیې وزارت له راغلي پلاوي سره، په ۱۸/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس. . .

بیا په خبرونو کی