د کابل د مرافعه محکمې دېوانونو په دوو اونيو کې (۱۲۱) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۱ - ۱۳:۳۲
د کابل د مرافعه محکمې دېوانونو په دوو اونيو کې (۱۲۱) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د کابل ولایت د مرافعه محکمې دېوانونو په دوو اونيو کې له (۱/ ۴/ ۱۴۴۶ هـ ق څخه تر ۱۵/ ۴/ ۱۴۴۶ هـ ق) نېټې پورې په جزائي، حقوقي او تجارتي برخو کې (۱۴۵) دوسيو ته رسېدنه کړې، چې جزئيات يې په لاندې ډول دي:
۱- د دې محکمې د جزا دېوان:
د جزا دېوان ته په دوو اونیو کې (۶۵) دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۲۱) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۶) دوسيې فيصله شوې، (۹) دوسيې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
۲ـ د دې محکمې د عامه امنیت دېوان:
د عامه امنيت دېوان ته په دوو اونیو کې (۸)  دوسیې وارد شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۵) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۵) دوسیې فیصله شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
۳ـ د دې محکمې د نظامي منسوبینو دېوان:
د نظامي منسوبينو دېوان ته په دوو اونیو کې (۹) دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۲) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۲) دوسيې فيصله شوې، (۷) دوسيې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
۴ـ د دې محکمې مدني دېوان:
مدني دېوان ته په دوو اونیو کې (۴۱) دوسیې وارد شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۲۶) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۶) دوسيې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
۵ـ د دې محکمې تجارتي دېوان:
تجارتي دېوان ته په دوو اونیو کې (۴۱) دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۳۰) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۱) دوسيه فيصله شوې، (۱) دوسيه مکتوبي مسترده شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۹:۲۷
Background image

د کندهار او زابل ولایتونو د حقوقو آمریتونو په یوه میاشت کې (۸۳۴) عرض‌پاڼو ته رسېدنه کړې ده

د سترې محکمې د حقوقو عمومي ریاست اړوند د کندهار او زابل ولایتونو د حقوقو آمریتونو په یوه میاشت کې (له ۱/۸/۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۲۹/۸/۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې د مدني، فاميلي او سوداګریزو دعواوو په. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۹:۲۳
Background image

د بلخ ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۶۴۵) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۵۲۳) وثیقې هم اجرا کړې دي

د بلخ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائیه، د بلخ زون اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې (له ۴/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۱۶ /۹ / ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۶۴۵) دوسيو ته پر رسېدنه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۰:۵۳
Background image

د بدخشان ولایت نظامي محکمې مسؤولینو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شول

د بدخشان ولایت نظامي ابتدائيه محکمې د رئيس محترم شیخ عبدالباري (صالحي) په ډېرو هڅو، قومي مشرانو او سپين‌ږیرو په منځګړیتوب، د ځمکې پر سر رامنځته شوې د عمدي قتل موضوع، په ۱۵/ ۹/ ۱۴۴۷ هـ ق. . .

بیا په خبرونو کی