د سترې محکمې رئیس او قاضي القضات کندهار ولایت ته سفر وکړ

m_admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲۹ - ۱۴:۵۹
د سترې محکمې رئیس او قاضي القضات کندهار ولایت ته سفر وکړ

د سترې محکمې رئیس او قاضي القضات محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) نن شنبه (۲۷ /۷ /۱۴۴۴ هـ ق) نېټه کندهار ولایت ته د سفر پر مهال د دغه ولایت له مرافعه محکمې څخه لیدنه وکړه.

محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) صاحب د د غه سفر پر مهال لومړی د کندهار ولایت د مرافعه محکمې له رئیس محترم مولوي عبدالغفار (بحر) او نورو مسؤولینو سره وکتل. 

شیخ صاحب د دې لیدنې پر مهال د مرافعه محکمې د رئیس او نورو مسؤولینو سره د محاکمو په چارو کې د لا شفافیت رامنځته کولو او په اصولي توګه د هیوادوالو دوسیو ته د رسېدنې په تړاو تفصیلي خبرې وکړې، د دوی نظرونه او مشکلات یې واورېدل.

دغه راز محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) صاحب د مرافعه محکمې مسؤولینو ته هدایت وکړ چې ټولو هغو دوسیو ته چې محکمې ته راجع کېږي پر ټاکلي وخت شفافه، اصولي او شرعي توګه رسېدنه وکړئ.

دغه راز شیخ صاحب له ظالم څخه مظلوم ته د حق په سپارلو د ټینګار ترڅنګ وویل، د هېچا مرتبې او مقام ته مه ګورئ، له ټولو مجرمانو سره (که لوړپوري چارواکي او که عادي کسان وي) د شریعت او قانون مطابق چلند وکړئ.

پر دې سربېره د سترې محکمې رئیس او قاضي القضات د محاکمو د چارو د لا بهبود په خاطر د یادې محکمې مسؤولینو ته ځینې لازم هدایات او سپارښتنې وکړې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۵:۳۹
Background image

د بدخشان ولایت نظامي محکمې مسؤولینو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د بدخشان ولایت نظامي ابتدائيه محکمې د رئيس محترم شیخ عبدالباري (صالحي) په ډېرو هڅو؛ قومي مشرانو او سپين‌ږیرو په منځګړیتوب، د ترافیکي پېښې له امله رامنځته شوې د قتل خطاء موضوع، نن یکشنبه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۳:۴۴
Background image

په زابل ولایت کې دوو کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د زابل ولایت شاه جوی ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې دوو کسانو ته د نامشروع اړيکو په جرم او غلا په تور، نن یکشنبه ۱۸/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۳:۲۷
Background image

د کندهار زون نظامي محکمې او د یاد ولايت د امنيتي ادارو د مسؤولينو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه

د کندهار زون نظامي محکمې د حقوقي دېوان رئيس الحاج مولوي حمدالله (فیاض) او قضائي هیئت، د یاد ولایت له امنیه قوماندان الحاج طالب مولوي، د امنيتي حوزو او استخباراتو د مسؤولینو ترمنځ، په ۱۵. . .

بیا په خبرونو کی