د پکتیا محاکمو په دوو اونیو کې د (۱۱۱) دوسیو پر حل او فصل سربېره (۸۸) وثیقې اجرأ کړې دي

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۱ - ۱۲:۱۸
د پکتیا محاکمو په دوو اونیو کې د (۱۱۱) دوسیو پر حل او فصل سربېره (۸۸) وثیقې اجرأ کړې دي

په دغه راپور کې د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې، وثایقو، د ښاري ابتدائیه محکمې، د پکتیا زون ابتدائيه نظامي محکمې او ولسوالیو د ابتدائیه محاکمو د تېرو دوو اونیو (له ۱ /۸ /۱۴۴۴ هـ ق څخه تر ۱۴ /۸ /۱۴۴۴  هـ ق) نېټې حقوقي، جزائي او تجارتي اجراآت شامل دي.

په حقوقي برخه کې: 

په تېرو دوو اونیو کې (۵۳) حقوقي دوسیې محاکمو ته راجع شوې دي، په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې او تر کار لاندې وې.  

له دې جملې څخه (۱۰) دوسیې مکتوبي مستردې شوې، د (۴۸) دوسیو په اړه قضائي قرار صادر شوی، (۲۱) دوسیې فیصله شوې دي او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.

په جزائي برخه کې:

په تېرو دوو اونیو کې (۶۲) جزائي دوسیې محاکمو ته راجع شوې دي، په داسې حال کې چې مخکې هم ځينې دوسیې موجودې وې .

له دې جملې څخه (۵) دوسیې مکتوبي مستردې شوې، د (۵) دوسیو په اړه قضائي قرار صادر شوی، (۲۲) دوسیې فیصله شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.

دغه راز په یاده موده کې (۸۸) بېلا بېل وثایق هم اجراء شوي دي.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۰:۴۸
Background image

د لغمان او نورستان ولایتونو نظامي محکمې مسؤولینو په هڅو د قتل (۲۰) کلنه موضوع حل او فصل شوه

د لغمان او غربي نورستان ولایتونو ابتدائيه نظامي محکمې رئيس محترم مولوي عبدالودود (حقاني) په ډېرو هڅو؛ د علماء کرامو او قومي مشرانو په منځګړیتوب د کورنۍ شخړې له امله شل کاله مخکې رامنځته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۵۲
Background image

په ننګرهار ولايت کې شپږو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د ننګرهار ولايت شېرزادو ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې شپږو کسانو ته د روژې خوړلو په جرم؛ په ۱۴/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد مجرمين پر دو ـ دو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۴۳
Background image

په پکتیکا ولايت کې دوو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتیکا ولایت جاني خېل ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې دوو کسانو ته د نامشروع اړیکو په جرم؛ په ۱۴/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل .شوه
ابتدائیه محکمې یاد مجرمين په دوه ـ. . .

بیا په خبرونو کی