د لوګر ولایت د استیناف محکمې رئیس د برکي برک او څرخ ولسواليو ابتدائیه محاکمو ته د قضائي اجراآتو د ارزونې په موخه سفر تر سره کړ
په ۷/۱۰ / ۱۴۴۴ هــ ق نېټه د لوګر ولایت استیناف محکمې رئیس مولوي موسی کليم عاصم او ورسره مل پلاوي د لوګر ولایت برکي برک او څرخ ولسوالیو له محکمو څخه لیدنه تر سره کړه.
یادو محکمو ته له رسېدو وروسته د استیناف محکمې رئیس، د حاضرۍ، اندراج، واردې او صادرې، رسیداتو کتابونه وکتل او مسؤلینو ته یې په يادو کتابونو کې د شته نیمګړتیاوو د سمون توصیه وکړه .
ورپسې یې د یادې محکمې د قضائي اجراآتو ( فیصلو، قرارونو، او وثیقو) ځینې نمونې مطالعه کړې، چې په یادو برخو کې دوی ته د شته کمیو د اصلاح کولو لارښونه وشوه.
نوموړي د یادو محکمو مسؤلینو ته توصیه وکړه، چې په خپلو دندو کې دې له پوره اخلاصه کار اخلي، د خلکو دوسیو ته دې په خپل وخت رسیدګي کوي، په قضائي اجراآتو کې دې د کار د کمیت تر څنګ د کار کیفیت ته هم متوجه شي او کارونه دې د یوه منظم پلان له مخې مخته یوسي، تر څو کاري وخت په سالمه توګه مدیریت شي، تر څو مثبته نتیجه پرې مرتبه وي.
په پای کې د استیناف محکمې رئیس د یادو ولسوالیو د قضائي مسؤینو ستونزې او غوښتنې واوريدې، دوی ته وعده ورکړل شوه، چې د امکان تر حده به د دوی ستونزې حل او غوښتنو ته به يې رسیدګي وکړل شي.
د یادو سفرونو عمده موخه د محاکمو له قضائي او اداري اجراآتو څخه لیدنه، د شته نیمګړتیاوو حل، قضات خپلو دندو ته متوجه کول او له مرکز سره د ولسوالیو د اړیکو پراخوالی وو.
