د میدان وردګ ولایت محاکمو په یوه میاشت کې د (۱۴۲) دوسیو پر حل او فصل سربېره (۱۵۱) وثیقې هم اجرا کړې دي

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۵/۲ - ۱۰:۲۳
د میدان وردګ ولایت محاکمو په یوه میاشت کې د (۱۴۲) دوسیو پر حل او فصل سربېره (۱۵۱) وثیقې هم اجرا کړې دي

په دغه راپور کې له۱۴۴۴/۱۲/۱ هـ ق څخه تر ۱۴۴۴/۱۲/۲۹ هـ ق نېټې د میدان وردګ ولایت د مرافعه محکمې، ښاري ابتدائیه محکمې او ولسوالیو د ابتدائیه محاکمو حقوقي، جزائي او تجارتي اجراآت شامل دي.

په حقوقي برخه کې:

په تېره یوه میاشت کې (۱۲۴) حقوقي دوسیې محاکمو ته راجع شوي دي؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې او تر دوران لاندې وې.

له دې جملې څخه (۱۵) دوسیې مکتوبي مستردې شوې، د (۷۰) دوسیو په اړه قضائي قرار صادر شوي،(۳۴) دوسیې فیصله شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.

په جزائي برخه کې:

په تېره یوه میاشت کې (۲۹)جزائي دوسیې محاکمو ته راجع شوي دي؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې او تر دوران لاندې وې.

له دې جملې څخه (۱) دوسیه مکتوبي مسترده شوې، د (۹) دوسیو په اړه قضائي قرار صادر شوي، (۱۳) دوسیې فیصله شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.

دغه راز په یاده موده کې (۱۵۱) بېلا بېل وثایق هم اجرا شوې دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۵۲
Background image

په ننګرهار ولايت کې شپږو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د ننګرهار ولايت شېرزادو ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې شپږو کسانو ته د روژې خوړلو په جرم؛ په ۱۴/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد مجرمين پر دو ـ دو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۴۳
Background image

په پکتیکا ولايت کې دوو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتیکا ولایت جاني خېل ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې دوو کسانو ته د نامشروع اړیکو په جرم؛ په ۱۴/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل .شوه
ابتدائیه محکمې یاد مجرمين په دوه ـ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۰:۱۲
Background image

په فراه ولايت کې پنځو مجرمينو او متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د فراه ولایت بالابلوک ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې د يوې ښځې په ګډون پنځو کسانو ته د نامشروع اړيکو په جرم او غلا په تور، په ۱۳/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائ. . .

بیا په خبرونو کی