د سترې محکمې د نظامي محاکمو معاون د یوه پلاوي په مشرۍ (۴) ولایتونو ته سفر وکړ

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۶ - ۹:۱۶
د سترې محکمې د نظامي محاکمو معاون د یوه پلاوي په مشرۍ (۴) ولایتونو ته سفر وکړ

د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د محرم الحرام میاشتې په ۶مه نېټه د سترې محکمې د نظامي محاکمو معاون محترم شیخ خیرجان خیرخواه صاحب د یوه پلاوي په مشرۍ چې په تشکیل کې یې د نظامي منسوبینو دېوان مفتي، محترم مفتي حیات الله صاحب، د نظامي منسوبینو دېوان محرر محترم مولوي عبدالباقي صاحب او محترم مولوي صفي الله (الهام صاحب) موجود وو، بلخ، بدخشان، کندوز او تخار ولایتونو ته سفر وکړ.

د سترې محکمې د دغه لوړ رتبه پلاوي د سفر عمده موخه په ولایتونو کې د نظامي محاکمو د څانګو جوړول و چې د یادو څانګو د جوړېدو په نتیجه کې به د زون د محاکمو او ولایتي محاکمو د څانګو ترمنځ همغږۍ لا تقویه او چارې به یې چټکې شي.

د سترې محکمې د نظامي محاکمو د مرستیال په مشرۍ دغه پلاوي د بدخشان د نظامي منسوبینو دېوان څخه څانګه جوړه کړه؛ دغه راز د بلخ ولایت د نظامي محکمې زون اړوند سرپل، جوزجان او فاریاب ولایتونو کې د نظامي محاکمو څانګې جوړې کړې، چې د منظورۍ وروسته به خپل کارونه روان کړي.

د سترې محکمې د نظامي محاکمو معاون محترم شیخ خیرجان خیرخواه صاحب او ورسره مل پلاوي د خپل سفر پر مهال د کندوز او بدخشان ولایتونو د والي صاحبانو په ګډون د نورو اړوند ولایتي ادارو له مسؤولینو سره هم وکتل، یادو ولایتي مسؤولینو د سترې محکمې له دغه لوړ رتبه پلاوي مننه وکړه چې د نظامي محاکمو د چارو د لابهبود او چټکتیا لپاره یې دغه ولایتونو ته سفر وکړ.

پر دې سربېره د سترې محکمې د یاد پلاوي غړو د بدخشان او بلخ ولایتونو د مرافعه محاکمو له رئیسانو او نورو قضائي غړو سره هم ولیدل، د دوی ستونزې او نظریات یې واورېدل او د محاکمو د چارو د لاښه والي په موخه یې د سترې محکمې د مسؤولینو د هر ډول توجه او ملاتړ ډاډ ورکړ.

د محترم شیخ خیرخواه صاحب په مشرۍ دغه پلاوی له خپل پنځه ورځني سفر وروسته د ۱۴۴۵ هـ ق کال د محرم میاشتې په ۱۰مه نېټه بېرته کابل ته راستون شو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۳:۳۴
Background image

د سترې محکمې اړوند جنوب غرب زون قضائي مرستيال په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د سترې محکمې اړوند جنوب غرب زون د قضائي مرستيال محترم شیخ نور الله (منیر) په مشرۍ؛ په ۱/ ۷/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه د جنوب غرب زون د تمیز عالي ریاست رئیس محترم مفتي شرف الدین (یاسیني)، د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۰:۵۲
Background image

د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د جنوب غرب زون اړوند د نیمروز ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) او د سترې محکمې عالي مقام د شفاهي هدایت په اساس د قضائي تفتیش عمومي رئیس محترم شیخ عبدالرحمن (فراهي) په  مشرۍ يو پلاوي چې مفتي محمد اسلام (مسلم). . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۰:۴۶
Background image

په کابل ولايت کې (۶۵) کیلو د انسان ویښتان وسوځول شول

د کابل ولایت اړوند د چهارآسیاب ولسوالۍ ابتدائیه محکمې په حکم (۶۵) کیلو د انسان ویښتان؛ په ۲۲ /۶ / ۱۴۴۷ هـ ق نېټه وسوځول شول.
 یاده اندازه ویښتان د امنيتي ځواکونو د عملیاتو پر مهال نيول. . .

بیا په خبرونو کی