د بلخ ولایت مرافعه محکمه کې د همغـږۍ ناسته ترسره شوه

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۸ - ۱۱:۱
د بلخ ولایت مرافعه محکمه کې د همغـږۍ ناسته ترسره شوه

د چهارشنبې په ورځ (۱۶/ ۱/ ۱۴۴۵هـ ق نېټه) د بلخ د مرافعه محکمې د عمومي رئیس محترم شیخ محمـدګلاب "فاروقي" په مشرۍ او د یادولایت د مرافعه محکمې د دېوانونو د رئیس صاحبانو، د ښاري محکمې د دېوان جزا او دېوان امنیت عامه رئیس صاحبانو، د بلخ ولایت د امنیه قوماندانۍ د استازي، د استخباراتو د استازي، د مخزن او وثایقو د آمر، د تحریراتو د رئیس او د حقوقو د قضائي غړو په ګډون د همغږۍ ناسته ترسره شوه.

یاده ناسته د عامه امنیت دېوان د رئیس محترم مولوي (مظهري) لخوا د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې د مرافعه محکمې محترم رئیس د غونـډې ګډونوالو ته وینا وکړه او هغوی یې د حاضرۍ په پابندۍ، له مراجعینو سره پر ښه سلوک مکلف وبلل، په قضائي او اداري اجراآتو کې يې د عدالت غوښتنه وکړه او قضات يې خپلو دندو ته متوجې کړل.

د مرافعه محکمې رئیس اړوند مسؤولینو ته په خطاب کې وویل، په اونۍ کې یو ځل له محبوسینو سره لیدنه وکړئ او د محبوسینو شته ستونزو ته پر وخت رسېدنه وکړي.

پر دې سربېره محترم شیخ محمـدګلاب "فاروقي" د بندیانو متعلق هیئتونو جوړولو، د متکرر مجرمینو لېست له محکمې سره شریکولو، د ابتدائیه محکمې د ابلاغ پارچه زندان ته، د بندي د تأخیر سبب مربوطه دېوان ته، د بندي د میعاد خلص جدول ترتیبـولو، په اونۍ کې یو ځل له زندان څخه لیدنې، د ښځو په هکله د طب عدلي نظر د شریعت له نظره، د متکرر مجرم د تعزیر په ارتباط، د نامشروع اړیکو حل لاره او نورو موضوعاتو اړوند مفصلې خبرې وکړې.

ورپسې د دېوانونو رئیس صاحبانو، د ښاري محکمې د دېوانونو رئیس صاحبانو، د قوماندانۍ نماینده او د استخباراتو نماینده د غونـډې ګډونوالو ته د مربوطه مواردو په تړاو خپلې ارزښتناکې ویناوې وکړې چې د محترم شیخ "فاروقي" صاحب له خوا يې یادښتونه واخیستل شول او اړوند قضاتو ته يې د ستونزو د حل په موخه لارښوونې اولازم هدایات ورکړل.

 غونـډه د محترم شیخ فریدالدین "حقاني"لخوا په دعا سره پای ته ورسېده.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۱:۵۴
Background image

په پکتيا ولايت کې يوه متهم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتيا ولايت زرمت ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې يو کس ته چې پر غلا متهم و؛ نن دوشنبې ۱۹/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد متهم پر شپږ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۹:۴۱
Background image

د لوګر ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۲۴۶) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۷۹) وثیقې هم اجرا کړې دي

د لوګر ولایت مرافعه، ښاري ابتدائیه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۲۹/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۲۴۶) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۷۹) وثيقې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۵:۳۹
Background image

د بدخشان ولایت نظامي محکمې مسؤولینو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د بدخشان ولایت نظامي ابتدائيه محکمې د رئيس محترم شیخ عبدالباري (صالحي) په ډېرو هڅو؛ قومي مشرانو او سپين‌ږیرو په منځګړیتوب، د ترافیکي پېښې له امله رامنځته شوې د قتل خطاء موضوع، نن یکشنبه. . .

بیا په خبرونو کی