د غزني د مرافعه محکمې د سرپرست رئیس په مشرۍ اداري ناسته ترسره شوه

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۵/۲۵ - ۱۵:۲۰
د غزني د مرافعه محکمې د سرپرست رئیس په مشرۍ اداري ناسته ترسره شوه


د دوشنبې په ورځ(۲۸ /۱ /۱۴۴۵ هـ ق) نېټه د غزني ولایت د مرافعه محکمې سرپرست رئیس مولوي محمد مبین (الطاف) د مرافعه محکمې په ریاست کې د عدلیې ریاست له رئیس او اداري کارکونکو او د مرافعه محکمې د دواوینو له رئیسانو سره اداري ناسته وکړه.

په دې ناسته کې چې د قرانکریم د مبارکو ایاتونو په تلاوت پیل شوه پر یو لړ مهمو او مشترکو موضوعاتو لکه د امارتي ځمکو ساتنه او پر هغوی باندې د دعوا په صورت کې څېړنه، د قضایای امارت لخوا محاکمو ته پر وخت د معلوماتو ورکول او داسې نورو مواردو بحث وشو.

وروسته د مرافعه محکمې د سر پرست رئیس له لوري مشترکو ستونزو ته حل لارې پیدا او مربوطه مرجع ته یې لازم هدایت وکړل ترڅو یادو ستونزو ته د رسېدو برخه کې جدي هڅې وکړي، د ستونزو پر وخت یو له بل سره تفاهم او همکاري وکړئ.

 ورپسې د عدلیې رئیس مولوي محمد یعقوب (عاصم) د هر راز همکاریو ژمنه وکړه او ناسته د دعاء په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۵:۳۹
Background image

د بدخشان ولایت نظامي محکمې مسؤولینو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د بدخشان ولایت نظامي ابتدائيه محکمې د رئيس محترم شیخ عبدالباري (صالحي) په ډېرو هڅو؛ قومي مشرانو او سپين‌ږیرو په منځګړیتوب، د ترافیکي پېښې له امله رامنځته شوې د قتل خطاء موضوع، نن یکشنبه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۳:۴۴
Background image

په زابل ولایت کې دوو کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د زابل ولایت شاه جوی ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې دوو کسانو ته د نامشروع اړيکو په جرم او غلا په تور، نن یکشنبه ۱۸/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۳:۲۷
Background image

د کندهار زون نظامي محکمې او د یاد ولايت د امنيتي ادارو د مسؤولينو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه

د کندهار زون نظامي محکمې د حقوقي دېوان رئيس الحاج مولوي حمدالله (فیاض) او قضائي هیئت، د یاد ولایت له امنیه قوماندان الحاج طالب مولوي، د امنيتي حوزو او استخباراتو د مسؤولینو ترمنځ، په ۱۵. . .

بیا په خبرونو کی