د پکتیا محاکمو په یوه میاشت کې د (۳۴۶) دوسیو پر حل او فصل سربېره (۲۱۵) وثیقې هم اجرا کړې دي

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۱۵ - ۱۴:۱۶
د پکتیا محاکمو په یوه میاشت کې د (۳۴۶) دوسیو پر حل او فصل سربېره (۲۱۵) وثیقې هم اجرا کړې دي

په دغه راپور کې له  ۱ /۱ /۱۴۴۵ څخه تر  ۲۹ /۱ /۱۴۴۵  هـ ق نېټې د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې، وثایقو،  د ښاري ابتدائیه محکمې، د پکتیا زون ابتدائيه نظامي محکمې او ولسوالیو د ابتدائیه محاکمو د یوې میاشتې حقوقي او جزائي  اجراآت شامل دي.

په حقوقي برخه کې:    

په تېره یوه میاشت کې (۱۸۱) حقوقي دوسیې محاکمو ته راجع شوې دي؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې او تر دوران لاندې وې.

له دې جملې څخه (۵۴) دوسیې مکتوبي مسترې شوې، د (۱۲۴) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، ( ۴۷) دوسیې فیصله شوې او پاتې نورې دوسیې تر کار لاندې دي.

په جزائي برخه کې:

په تېره یوه میاشت کې د پکتیا ولایت محاکمو ته  (۷۸) دوسیې راجع شوې دي؛  په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې او تر دوران لاندې وې.

له دې جملې څخه (۲۱) دوسیې مکتوبي مستردې شوې، د (۴۱) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۵۹) دوسیې فیصله شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.

دغه راز په یاده موده کې (۲۱۵) بېلا بېل وثایق هم اجراء شوي دي.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۵۲
Background image

په ننګرهار ولايت کې شپږو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د ننګرهار ولايت شېرزادو ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې شپږو کسانو ته د روژې خوړلو په جرم؛ په ۱۴/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد مجرمين پر دو ـ دو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۴۳
Background image

په پکتیکا ولايت کې دوو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتیکا ولایت جاني خېل ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې دوو کسانو ته د نامشروع اړیکو په جرم؛ په ۱۴/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل .شوه
ابتدائیه محکمې یاد مجرمين په دوه ـ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۰:۱۲
Background image

په فراه ولايت کې پنځو مجرمينو او متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د فراه ولایت بالابلوک ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې د يوې ښځې په ګډون پنځو کسانو ته د نامشروع اړيکو په جرم او غلا په تور، په ۱۳/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائ. . .

بیا په خبرونو کی