د جنوب غرب زون د قضائي تفتیش عمومي ریاست یوه پلاوي د دایکندي ولایت د څلورو ولسوالیو له ابتدائیه محاکمو لیدنه وکړه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۲۱ - ۱۴:۵
د جنوب غرب زون د قضائي تفتیش عمومي ریاست یوه پلاوي د دایکندي ولایت د څلورو ولسوالیو له ابتدائیه محاکمو لیدنه وکړه

د سترې محکمې اړوند د جنوب غرب زون د قضائي تفتیش عمومي ریاست یوه پلاوي د جنوب غرب زون د تمیز عالي مقام او د سترې محکمې د قضائي معاونیت د هدایت په اساس د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د صفرالمظفر میاشتې په ۱۹مه، ۲۰مه، ۲۱مه، ۲۲مه او ۲۳مه نېټه د دایکنډي ولایت د شهرستان ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې، د یاد ولایت له ښاري ابتدائیه محکمې، د مرافعه محکمې له دېوانونو، د کیتي ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې ، د ناوه مېش ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې او د کجران ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې او د یادو محاکمو له زندانونو څخه لیدنه وکړه.

د جنوب غرب زون د قضائي تفتیش عمومي ریاست دغه پلاوي د خپل سفر په جریان کې په ترتیب سره لومړۍ د یادې هرې ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې د عرایضو د ثبت کتاب، د حقوقي او جزائي دوسیو د ثبت کتاب، صادره او وارده او د رسیداتو کتابونو علاوه د حاضرۍ کتابونه هم له نږدې وکتل.

پر دې سربېره یاد باصلاحیته پلاوي د دغو ولسوالیو د ابتدائیه محاکمو لخوا صادرې شوې فیصلې په غور او دقت وڅېړلې او د فیصلو د صادرېدو په اړه یې د یادو محاکمو له مسؤولینو څخه بشپړ جزئیات وغوښتل.

د قضائي تفتیش دغه پلاوي د یادو ابتدائیه محاکمو قاضي صاحبانو ته په اصولي او اعلی طریقه د صادرې او واردې کتاب او د فیصلو د معیاري کېدو په اړه لازم هدایات او لارښوونې وکړې.

وروسته د جنوب غرب زون د قضائي تفتیش عمومي ریاست دغه پلاوي د دایکنډي ولایت د یادو ولسوالیو له زندانونو څخه لیدنه وکړه او د زندانیانو د وضعیت په اړه یې له هغوی بشپړ معلومات ترلاسه کړل.

دغه راز  د قضائي تفتیش پلاوي د دایکنډي ولایت د یادو ولسوالیو له ولسوالانو، امنیه قوماندانانو، د استخباراتو له مدیرانو او نورو مسؤولینو سره وکتل او په اړوند موضوعاتو یې وسره بحث او خبرې وکړې.

 

 

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۹:۴۱
Background image

د لوګر ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۲۴۶) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۷۹) وثیقې هم اجرا کړې دي

د لوګر ولایت مرافعه، ښاري ابتدائیه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۲۹/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۲۴۶) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۷۹) وثيقې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۵:۳۹
Background image

د بدخشان ولایت نظامي محکمې مسؤولینو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د بدخشان ولایت نظامي ابتدائيه محکمې د رئيس محترم شیخ عبدالباري (صالحي) په ډېرو هڅو؛ قومي مشرانو او سپين‌ږیرو په منځګړیتوب، د ترافیکي پېښې له امله رامنځته شوې د قتل خطاء موضوع، نن یکشنبه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۳:۴۴
Background image

په زابل ولایت کې دوو کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د زابل ولایت شاه جوی ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې دوو کسانو ته د نامشروع اړيکو په جرم او غلا په تور، نن یکشنبه ۱۸/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد. . .

بیا په خبرونو کی