د کابل د مرافعه محکمې رئیس د کورنیو چارو وزارت د جرمونو پر وړاندې د کشف او مبارزې له لوی رئیس سره وکتل

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۶ - ۱۴:۵۵
د کابل د مرافعه محکمې رئیس د کورنیو چارو وزارت د  جرمونو پر وړاندې د کشف او مبارزې له لوی رئیس سره وکتل

د کابل ولایت د مرافعه محکمې عمومي  رئیس ښاغلي مولوي عبدالشکور  "رشادآخندزاده" صاحب د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د صفرالمظفر میاشتې په ۲۲مه نېټه د کابل ښار د ابتدائیه محاکمو د څلورو زونونو له محترمو رئیسانو، د کورنیو چارو وزارت د  جرمونو پر وړاندې د کشف او مبارزې له لوی رئیس محترم مولوي سلطان محمد (مفکر) او د کورنیو چارو وزارت د عمومي تحقیقاتو او محبس له کارکوونکي محترم مولوي نور احمد سره د بندیانو دوسیو ته په وخت د رسېدنې او له هغوی سره  د شریعت مطابق چلند پر مواردو د بحث په موخه د کابل د مرافعه محکمې د مقام په دفتر کې وکتل.

غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې ښاغلي مولوي عبدالشکور (رشادآخندزاده) صاحب د غونډې ګډونوالو په ښه راغلاست سربېره مقدماني خبرې وکړې.

دغه راز د کورنیو چارو وزارت محترمو مسؤولینو د بندیانو په هکله د دوی د اجراآتو په اړه  بشپړ معلومات  وړاندې کړل او د خپلو اجراآتو د لا بهبود  لپاره یې د مرافعې محکمې له رئیس څخه په یو لړ مربوطه مواردو کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

وروسته د مرافعه محکمې رئیس ښاغلي "رشاد آخندزاده" صاحب او د څلورو زونونو د ابتدائیه محاکمو ښاغلو رئیسانو د بندیانو دوسیو ته په ښه توګه د رسېدنې په هکله هر اړخیز بحث وکړ.

د ناستې په پای کې دواړو ارګانونو په مربوطه مواردو کې یو بل ته د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ او غونډه د دعا په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۵:۳۹
Background image

د بدخشان ولایت نظامي محکمې مسؤولینو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د بدخشان ولایت نظامي ابتدائيه محکمې د رئيس محترم شیخ عبدالباري (صالحي) په ډېرو هڅو؛ قومي مشرانو او سپين‌ږیرو په منځګړیتوب، د ترافیکي پېښې له امله رامنځته شوې د قتل خطاء موضوع، نن یکشنبه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۳:۴۴
Background image

په زابل ولایت کې دوو کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د زابل ولایت شاه جوی ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې دوو کسانو ته د نامشروع اړيکو په جرم او غلا په تور، نن یکشنبه ۱۸/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۳:۲۷
Background image

د کندهار زون نظامي محکمې او د یاد ولايت د امنيتي ادارو د مسؤولينو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه

د کندهار زون نظامي محکمې د حقوقي دېوان رئيس الحاج مولوي حمدالله (فیاض) او قضائي هیئت، د یاد ولایت له امنیه قوماندان الحاج طالب مولوي، د امنيتي حوزو او استخباراتو د مسؤولینو ترمنځ، په ۱۵. . .

بیا په خبرونو کی