د کابل د مرافعه محکمې استینافي دېوانونو په دوو اونیو کې (۱۵۰) قضیې حل او فصل کړې دي

m_admin
شنبه ۱۴۰۲/۷/۸ - ۱۵:۴
د کابل د مرافعه محکمې استینافي دېوانونو په دوو اونیو کې (۱۵۰) قضیې حل او فصل کړې دي

د کابل ولایت د مرافعه محکمې د جزا، نظامي منسوبینو، مدني، د عامه امنیت او تجارتي دېوانونو د دوو اونیو (له ۱۶ /۲ /۱۴۴۵ هـ ق  څخه تر ۳۰ /۲ /۱۴۴۵ هـ ق پورې ) د اجراآتو راپور په لاندې ډول دی:

1. د دې محکمې د جزا دېوان:

دغه دېوان ته د دوو اوونیو په جریان (۲۱)  دوسیې واردې شوې دي؛ په داسې حال کې چې لا د مخه هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.

له دې جملې څخه (۷) دوسیې فیصله شوې، د (۶) قضیو په تړاو د محکمې د حکم له مخې قرارونه صادر شوي، (۲)  دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې نورې تر څېړنې لاندې دي.

۲. د دې محکمې د عامه امنیت دېوان :

دغه دېوان ته د دوو اوونیو په جریان (۱۵)  دوسیې واردې شوې دي؛ په داسې حال کې چې لا د مخه هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.

له دې جملې څخه (۲) قضیېفیصله شوې دي، د (۱۲) قضیو په تړاو د محکمې د حکم له مخې قرارونه صادر شوي، (۸)  نورې دوسیې مکتوبي مستردې شوې دي او پاتې نورې تر څېړنې لاندې دي.

۳. د دې محکمې د نظامي  منسوبینو دېوان:

دغه دېوان ته د دوو اوونیو په جریان (۵)  دوسیې واردې شوې دي؛ په داسې حال کې چې لا د مخه هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.

له دې جملې څخه د (۱) قضیې په تړاو د محکمې د حکم له مخې قرار صادر شوی، (۵)  دوسیې مکتوبي مستردې شوې دي او پاتې نورې تر څیړنې لاندې دي.

۴. د دې محکمې د مدني دېوان:

دغه دېوان ته د دوو اوونیو په جریان (۲۲)  دوسیې واردې شوې دي؛ په داسې حال کې چې لا د مخه هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.

له دې جملې څخه د (۳۳) قضیو په تړاو د محکمې د حکم له مخې قرارونه صادر شوي، (۳)  دوسیې مکتوبي شوې دي او پاتې نورې تر څېړنې لاندې دي.

۵. د دې محکمې  تجارتي دېوان:

دغه دېوان ته د دوو اوونیو په جریان (۱۳)  دوسیې واردې شوې دي؛ په داسې حال کې چې لا د مخه هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.

له دې جملې څخه د (۲۰) قضیو په تړاو د محکمې د حکم له مخې قرارونه صادر شوي، (۶)  دوسیې مکتوبي مستردې شوې دي او پاتې نورې تر څېړنې لاندې دي.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۱:۵۴
Background image

په پکتيا ولايت کې يوه متهم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتيا ولايت زرمت ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې يو کس ته چې پر غلا متهم و؛ نن دوشنبې ۱۹/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد متهم پر شپږ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۹:۴۱
Background image

د لوګر ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۲۴۶) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۷۹) وثیقې هم اجرا کړې دي

د لوګر ولایت مرافعه، ښاري ابتدائیه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۲۹/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۲۴۶) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۷۹) وثيقې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۵:۳۹
Background image

د بدخشان ولایت نظامي محکمې مسؤولینو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د بدخشان ولایت نظامي ابتدائيه محکمې د رئيس محترم شیخ عبدالباري (صالحي) په ډېرو هڅو؛ قومي مشرانو او سپين‌ږیرو په منځګړیتوب، د ترافیکي پېښې له امله رامنځته شوې د قتل خطاء موضوع، نن یکشنبه. . .

بیا په خبرونو کی