د بلخ محاکمو په دوو اونيو کې د (۴۳۷) دوسیو پر حل او فصل سربېره (۲۱۰) وثیقې هم اجرا کړې دي

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۹ - ۱۴:۳۳
د بلخ محاکمو په دوو اونيو کې د (۴۳۷) دوسیو پر حل او فصل سربېره (۲۱۰) وثیقې هم اجرا کړې دي


د بلخ ولايت مرافعه محکمې، وثايقو، ښاري ابتدائیه محکمې، د زون نظامي محکمې او د ټولو ولسواليو ابتدائیه محاکمو په دوو اونیو کې له ( ۱۱/ ۵/ ۱۴۴۵هـ ق نېټې څخه تر ۲۳/ ۵/ ۱۴۴۵ هـ ق) نېټې پورې د (۴۳۷) دوسيو پر حل او فصل سربېره، (۲۱۰) وثيقې هم اجرا کړې دي، چې جزئيات يې په لاندې ډول دي:
په حقوقي برخه کې: 
د بلخ ولایت محاکمو ته په دوو اونيو کې (۲۲۲) حقوقي دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
 له دې جملې څخه (۵۸) دوسیې فیصله شوې، (۴۲) دوسیې مکتوبي مستردې شوې، د (۱۶۸) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
د بلخ ولایت محاکمو ته په دوو اونيو کې (۱۶۰) جزائي دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه (۵۸) دوسیې فیصله شوې، (۳۲) دوسیې مکتوبي مستردې شوې، د (۷۹) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د بلخ ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۲۱۰) بېلا بېلې وثيقې هم اجرا کړې دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۹
Background image

د کابل مرافعه محکمې مرستيال د یاد ولايت د قضايای امارت له پلاوي سره وکتل

د کابل ولایت مرافعه محکمې مرستیال محترم مفتي محمد مبین (الطاف)، نن يکشنبې ۲۵/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه په خپل کاري دفتر کې د کابل ولایت د قضایای امارت له پلاوي سره وکتل.
په پیل کې د مرافعه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۳
Background image

د پکتيا ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۳۹۲) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۳۵) وثیقې هم اجرا کړې دي

د پکتيا ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه، د پکتيا زون نظامي، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۲۹/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۳۹۲) دوسيو ته پر. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۰:۱۲
Background image

د کابل ښار د سندونو او وثیقو د ثبت شپږو آمریتونو په دوو اونيو کې (۶۰۱) بېلابېلې وثیقې اجرا کړې دي

د کابل ښار د سندونو او وثيقو د ثبت شپږو آمريتونو په دوو اونيو کې (له ۱/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۱۶/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق) نېټې پورې (۶۰۱) بېلابېلې وثيقې اجرا کړې دي، چې جزئيات يې په لاندې ډول دي:
. . .

بیا په خبرونو کی