د لغمان مرافعه محکمه کې د دعوت او ارشاد څانګه پرانيستل شوه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۶ - ۹:۲۶
د لغمان مرافعه محکمه کې د دعوت او ارشاد څانګه پرانيستل شوه


د ۱۴۴۵هـ ق کال د جمادي الاولی میاشتې په ۱۶مه نېټه د لغمان ولایت مرافعه محکمه کې د سترې محکمې عالي مقام د دعوت او ارشاد رياست له لوري د دعوت او ارشاد څانګه د یوې غونډې په ترڅ کې رسماً پرانیستل شوه.
د دعوت او ارشاد څانګې د پرانیستې غونډه چې د سترې محکمې عالي مقام د دعوت او ارشاد رياست د رئیس حافظ مولوي عبدالعزیز (ميوندي) په مشرۍ جوړه شوې وه، د لغمان ولایت د مرافعه او ښاري محاکمو ټولو قضائي، اداري، نظامي او خدماتي کارکوونکو په کې ګډون درلود، د قرآنکريم د څو مبارکو آياتونو په تلاوت پيل شوه.
ورپسې د دعوت او ارشاد ریاست مدرس محترم مفتي عصمت الله (برهان) د غونډې ګډونوالو ته عالمانه وینا وکړه، د الله تعالی د وحدانیت په اړه یې تفصیلي بیان وکړ، د اسلام مقدس دین په بهتروالي، د صحابه کرامو د اوصافو، د هغوی په عادتونو یې رڼا واچوله، قضاتو ته يې په خطاب کې وویل، چې د خلکو کارونه په صداقت، ایماندارۍ سره ترسره کړئ، هغه ورځ هېره نکړئ چې د الله تعالی په وړاندې به همداسې ودریږئ لکه څنګه چې نن ورځ ستاسو په وړاندې نور خلک ولاړ وي.
محترم مفتي برهان وویل، د افغانستان اسلامي امارت د الله تبارک و تعالی له لوري یو لوی انعام دی او د دغه نظام د بقا لپاره باید ټول پوره کوښښ وکړو.
نوموړي د غونډې په وروستۍ برخه کې د دعوت او ارشاد د چارو په اړه لازمه لارښوونه وکړه، کوم کتاب چې د یاد ریاست له خوا ترتیب شوی د تدریس په اړه يې رسمي وخت کې ګډونوالو ته لازم هدايات وکړل.
 غونډه د دعاء په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۱:۴۳
Background image

د روزګان ولايت د ښاري ابتدائیه محکمې پلاوي د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ او استخباراتو له نظارت خونو ليدنه وکړه

د روزګان ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې عمومي رئیس الحاج مولوي محمد نبي (محمدي)؛ د یادې محکمې د جزا دېوان رئیس مولوي کلیم الله (ابوالهدي) او د تحریراتو مدیر په ملتیا، په ۹ /۴ /۱۴۴۸هـ ق. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۱:۰
Background image

د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د کونړ ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې د محترم مقام په هدایت د قضائي پلټنې د عمومي ریاست یوه مؤظف پلاوي د محترم مولوي محمد فقير (حنيف) په مشرۍ؛ چې مولوي روزي محمد (زميل) او مولوي کمال الدين (متقي) يې غړيتوب. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۱۵
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ؛ د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د دېوانونو رئيسانو، د اختصاصي محکمې رئیس، د وثایقو او. . .

بیا په خبرونو کی