د سترې محکمې رئیس او قاضي القضات د فراه ولایت د علماوو شورا له رئیس او غړو سره وکتل

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۲۸ - ۱۴:۲۱
د سترې محکمې رئیس او قاضي القضات د فراه ولایت د علماوو شورا له رئیس او غړو سره وکتل

 

د دوشنبې په ورځ (۱۴۴۵/۶/۴) نېټه د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې رئیس او قاضي القضات محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) صاحب د فراه ولایت د علماوو شورا له غړو سره وکتل.
په دغه لیدنه کې چې د سترې محکمې په مقام کې ترسره شوه د قضائیه قوې د امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمد عوض (سعید) او  د سترې محکمې د مقام د دفتر عمومي رئیس محترم مولوي عبدالوکیل (حقاني) هم ګډون درلود، په یو شمېر مهمو مواردو خبرې وشوې.
د سترې محکمې رئیس او قاضي القضات محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) صاحب د فراه د علماوو شورا رئیس او غړو ته په خطاب کې وویل، ستاسو ریاست ډېر مهم ریاست دی؛ ځکه په دغه ریاست کې د ولایت په کچه مخور او مهم علماء او شیوخ کرام راټول شوي دي. 
محترم شیخ صاحب زیاته کړه، هڅه وکړئ چې په خپل ولایت کې د امارتي ادارو ترمنځ همغږي لا نوره هم زیاته کړئ، ځکه په یووالي او همغږۍ سره ټول کارونه په ښه ډول او ټاکلي وخت ترسره کېدای شي.
د سترې محکمې رئیس او قاضي القضات د فراه د علماوو شورا غړو ته سپارښتنه وکړه، کوم کارونه چې سخت وي او په محاکمو کې ډېر وخت نیسي، تاسو یې د اړوند محکمې سره په همغږۍ او همکارۍ ترسره کوئ.
محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) صاحب زیاته کړه، په خپل ولایت کې پر عامو علماوو په ځانګړې توګه د جهادي مدرسې پر علماوو پوښتنه کوئ او د دوی  په احوالو ځان خبروئ، ځکه افغانستان کې د اسلامي نظام د حاکمیت برخه کې د علماوو او طلباوو رول ډېر زیات وو.
د فراه د علماوو شورا رئیس وویل، موږ د ټولو امارتي ادارو اصول او طرزالعملونه کتلي دي او د یادو ادارو د اصولو مطابق په هره برخه کې له دوی سره همکاري کوو او له ټولو امارتي ادارو سره یې د هر ډول اصولي همکارۍ ژمنه وکړه.
ناسته د دعاء په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۵:۳۹
Background image

د بدخشان ولایت نظامي محکمې مسؤولینو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د بدخشان ولایت نظامي ابتدائيه محکمې د رئيس محترم شیخ عبدالباري (صالحي) په ډېرو هڅو؛ قومي مشرانو او سپين‌ږیرو په منځګړیتوب، د ترافیکي پېښې له امله رامنځته شوې د قتل خطاء موضوع، نن یکشنبه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۳:۴۴
Background image

په زابل ولایت کې دوو کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د زابل ولایت شاه جوی ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې دوو کسانو ته د نامشروع اړيکو په جرم او غلا په تور، نن یکشنبه ۱۸/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۳:۲۷
Background image

د کندهار زون نظامي محکمې او د یاد ولايت د امنيتي ادارو د مسؤولينو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه

د کندهار زون نظامي محکمې د حقوقي دېوان رئيس الحاج مولوي حمدالله (فیاض) او قضائي هیئت، د یاد ولایت له امنیه قوماندان الحاج طالب مولوي، د امنيتي حوزو او استخباراتو د مسؤولینو ترمنځ، په ۱۵. . .

بیا په خبرونو کی