د کابل ولایت د مرافعه محکمې دېوانونو په دوو اونيو کې (۱۰۱) دوسيې حل او فصل کړې دي

m_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲ - ۱۴:۴
د کابل ولایت د مرافعه محکمې دېوانونو په دوو اونيو کې (۱۰۱) دوسيې حل او فصل کړې دي

د کابل ولایت د مرافعه محکمې دېوانونو په دوو اونيو کې له (۱۵/ ۵ /۱۴۴۵ هـ ق څخه تر ۳۰ /۵ /۱۴۴۵ هـ ق) نېټې پورې (۱۰۱) جزائي، نظامي، حقوقي او تجارتي دوسيې حل او فصل کړې دي.
۱- د دې محکمې د جزا دېوان:
د جزا دېوان ته په دوو اونیو کې (۷۲) دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه (۹) دوسیې فیصله شوې، د (۸) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۳) دوسيي مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
۲- د دې محکمې د عامه امنیت دېوان:
د عامه امنيت دېوان ته په دوو اونیو کې (۳۴)  دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه (۸) دوسیې فیصله شوې، د (۱۱) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۲) دوسيي مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
۳- د دې محکمې د نظامي منسوبینو دېوان:
د پوځي منسوبينو دېوان ته په دوو اونیو کې (۳) دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه (۱) دوسیه فیصله شوې، د (۲) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۱) دوسيه مکتوبي مسترد شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
۴- د دې محکمې مدني دېوان:
مدني دېوان ته په دوو اونیو کې (۲۵) دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۳۶) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۵) دوسيې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
۵- د دې محکمې تجارتي دېوان:
تجارتي دېوان ته په دوو اونیو کې (۱۶) دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۷) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۸) دوسيي مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۱:۵۴
Background image

په پکتيا ولايت کې يوه متهم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتيا ولايت زرمت ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې يو کس ته چې پر غلا متهم و؛ نن دوشنبې ۱۹/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد متهم پر شپږ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۹:۴۱
Background image

د لوګر ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۲۴۶) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۷۹) وثیقې هم اجرا کړې دي

د لوګر ولایت مرافعه، ښاري ابتدائیه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۲۹/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۲۴۶) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۷۹) وثيقې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۵:۳۹
Background image

د بدخشان ولایت نظامي محکمې مسؤولینو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د بدخشان ولایت نظامي ابتدائيه محکمې د رئيس محترم شیخ عبدالباري (صالحي) په ډېرو هڅو؛ قومي مشرانو او سپين‌ږیرو په منځګړیتوب، د ترافیکي پېښې له امله رامنځته شوې د قتل خطاء موضوع، نن یکشنبه. . .

بیا په خبرونو کی