د قضائيه قوې د محاکمو امنيتي او اجرائيوي چارو عمومي رياست منسوبينو سره د دعوت او ارشاد غونډه ترسره شوه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۰ - ۹:۵۷
د قضائيه قوې د محاکمو امنيتي او اجرائيوي چارو عمومي رياست منسوبينو سره د دعوت او ارشاد غونډه ترسره شوه

ياده غونډه د روان ۱۴۴۵هـ ق کال د جمادی الثانيه میاشتې په ۱۰مه نېټه د قضائيه قوې د محاکمو امنيتي او اجرائيوي چارو عمومي رياست اړوند د قضائيه قوي د ملکي محاکمو امنيتي قطعاتو عمومي قوماندانۍ د دعوت او ارشاد آمريتونو ته د دعوت او ارشاد د دندو او مسؤوليتونو د ورسپارلو په موخه جوړه شوه.
 په دې غونډه کې د سترې محکمې د دعوت او ارشاد رياست رئيس مولوي عبدالعزیز میوندي، د ياد رياست مدرس، د قضائيه قوې د امنيتي او اجرائيوي چارو رياست د دعوت او ارشاد مدير، د ياد عمومي رياست د قوماندانۍ د دعوت او ارشاد مدرس او نورو غړو ګډون درلود.
د دعوت او ارشاد په دې غونډه کې د امنيتي او اجرائيوي چارو عمومي رياست ټولو منسوبينو ته د جماعت پر پابندۍ، د صورت او سيرت برابرولو، د مجاهدينو د زده کړو، د دعوت او ارشاد د نصاب د تدريس او له بيت المآل سره د احتياط او اړوندو موضوعاتو په اړه اصلاحي بيانونه، لازمې لارښوونې او سپارښتنې وشوې.
ياده غونډه د دعاء په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۲:۵۱
Background image

په ننګرهار ولايت کې يوه متهم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د ننګرهار ولايت سرخرود ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې يو کس ته چې پر غلا متهم و؛ په ۲۱/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد متهم پر يو کال تنفيذي بند او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۲:۸
Background image

د کندوز زون نظامي محکمې رئیس او د دغه ولايت د امنیه قوماندان په مشرۍ غونډه وشوه

د کندوز زون نظامي محکمې د رئیس محترم شیخ عبدالهادي (همت)، د یاد ولایت امنیه قوماندان الحاج پاسوال مولوي مطیع الله (سیف الله) په مشرۍ، د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله‌تعالی) د (۱۷) مې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۵:۴۰
Background image

په خوست ولايت کې يوې مجرمې ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د خوست ولايت علشېرو ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې يوې ښځې ته له کوره د تېښتې په جرم؛ نن چهارشنبې ۲۱/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائيه محکمې یاده. . .

بیا په خبرونو کی