د زابل د شهرصفا ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې په هڅو د قتل موضوع حل شوه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱ - ۱۱:۱۴
د زابل د شهرصفا ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې په هڅو د قتل موضوع حل شوه

د زابل ولايت د شهرصفا ولسوالۍ د فولادګي په سيمه کې په ۲۲/ ۶/ ۱۴۴۵ھ ق نېټه يوه ترافيکي پېښه د ټيلر او سوزکي ډوله موټرو ترمنځ رامنځته شوې وه؛ چې په پايله کې يو تن شهيد او بل زخمي شوی و.
ياده پېښه د شهرصفا ولسوالۍ ابتدائيه محکمې ته تر راجع کېدو وروسته د دې محکمې په هڅو، د قومي مشرانو په منځګړيتوب حل او د مقتول کورنۍ لخوا قاتل ته بښنه وشوه او قضيه یې رسماً پای ته ورسېده.
د یادونې وړ چې دا ۱۳مه د قتل موضوع ده، چې د شهرصفا ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې د محترم رئیس او قاضي په هڅو حل او فصل کېږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۵۲
Background image

په ننګرهار ولايت کې شپږو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د ننګرهار ولايت شېرزادو ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې شپږو کسانو ته د روژې خوړلو په جرم؛ په ۱۴/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد مجرمين پر دو ـ دو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۴۳
Background image

په پکتیکا ولايت کې دوو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتیکا ولایت جاني خېل ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې دوو کسانو ته د نامشروع اړیکو په جرم؛ په ۱۴/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل .شوه
ابتدائیه محکمې یاد مجرمين په دوه ـ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۰:۱۲
Background image

په فراه ولايت کې پنځو مجرمينو او متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د فراه ولایت بالابلوک ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې د يوې ښځې په ګډون پنځو کسانو ته د نامشروع اړيکو په جرم او غلا په تور، په ۱۳/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائ. . .

بیا په خبرونو کی