د کابل مرافعه محکمې عمومي رئيس د نشه يي توکو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې او د درېیو ولسوالیو له ابتدائیه محاکمو څخه ليدنه وکړه

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۵ - ۱۰:۱۳
د کابل مرافعه محکمې عمومي رئيس د نشه يي توکو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې او د درېیو ولسوالیو له ابتدائیه محاکمو څخه ليدنه وکړه

د روان ۱۴۴۵هـ ق کال د رجب المرجب مياشتې په ۹مه او ۱۰مه نېټه د کابل ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم مفتي ذبېح الله (ساجد) او د تحريراتو عمومي مدير عنایت الرحمن (صافي) د کابل ولایت د نشه يي توکو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې او د کلکان، میربچه کوت او قره باغ ولسوالیو له ابتدائیه محاکمو او نظارت خانو څخه لیدنه وکړه.
د لیدنې او نظارت پر مهال د هرې محکمې د ځینو دوسيو، د ټولو اداري کتابونه څارنه او په یادو محاکمو کې د اجرا شویو او تر کار لاندې  دوسیو شمېر یاداشت شو.
د ليدنې په دوام د مرافعه محکمې رئيس په اداري کتابونو کې د طرزالعمل سره سم د اجراآتو نه کول، دوسیو ته د رسېدنې پر مهال شته ضروري موارد په ګوته او د حل په موخه یې ورته لازمې لارښوونې وکړې.
‏ د يادې ليدنې په وروستيو کې د مرافعه محکمې رئيس تر نظارت لاندې کسانو د ساتنې ځایونه له نږدې وکتل، د یادو کسانو ستونزې يې واورېدې او مسؤولينو ته یې د اسانتیاوو برابرولو په موخه لازمې لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۰:۴۸
Background image

د لغمان او نورستان ولایتونو نظامي محکمې مسؤولینو په هڅو د قتل (۲۰) کلنه موضوع حل او فصل شوه

د لغمان او غربي نورستان ولایتونو ابتدائيه نظامي محکمې رئيس محترم مولوي عبدالودود (حقاني) په ډېرو هڅو؛ د علماء کرامو او قومي مشرانو په منځګړیتوب د کورنۍ شخړې له امله شل کاله مخکې رامنځته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۵۲
Background image

په ننګرهار ولايت کې شپږو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د ننګرهار ولايت شېرزادو ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې شپږو کسانو ته د روژې خوړلو په جرم؛ په ۱۴/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد مجرمين پر دو ـ دو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۴۳
Background image

په پکتیکا ولايت کې دوو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتیکا ولایت جاني خېل ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې دوو کسانو ته د نامشروع اړیکو په جرم؛ په ۱۴/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل .شوه
ابتدائیه محکمې یاد مجرمين په دوه ـ. . .

بیا په خبرونو کی