د خوست د مرافعه محکمې عمومي رئیس د یاد ولایت له مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۹ - ۱۴:۴۶
د خوست د مرافعه محکمې عمومي رئیس د یاد ولایت له مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د روان کال ۱۲ /۷ /۱۴۴۵هـ ق نېټه د خوست ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم الحاج مولوي امین الله (منیب)، د جزا دېوان رئیس مولوي محمد (مدني)، د یاد دېوان قضائي محرر مولوي شفیع الله (خالد)، د عامه امنیت دېوان قضائي محرر مولوي جلال (پروانه) او د مرافعه محکمې د تحریراتو آمر ملا امین الله (حنفي) د خوست ولایت له مرکزي زندان (محبس) څخه  لیدنه وکړه.
په دې ليدنه کې یاد پلاوي د ټولو بنديانو څخه د محبس د امنیتي پولیسو د رفتار، برخورد او د اړتیا وړ توکو په اړه پوښتنې وکړې، چې ټول بنديان د محبس د انتظام او د مسؤولينو له برخورد څخه خوشحاله وو.
د ليدنې په دوام یاد پلاوي د ټولو بنديانو د موضوعاتو اجمالي راپور له ځان سره یادداشت او د اړوند محاکمو سره یادو موضوعاتو ته د رسېدنې په موخه شریک کړ.
 یاد پلاوي د لیدنې په پای کې د محبس مسؤولينو ته د بنديانو سره د ښه رفتار، نيک سلوک او د اړتیا وړ توکو د پوره کولو په موخه لازمې لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۵۲
Background image

په ننګرهار ولايت کې شپږو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د ننګرهار ولايت شېرزادو ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې شپږو کسانو ته د روژې خوړلو په جرم؛ په ۱۴/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد مجرمين پر دو ـ دو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۴۳
Background image

په پکتیکا ولايت کې دوو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتیکا ولایت جاني خېل ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې دوو کسانو ته د نامشروع اړیکو په جرم؛ په ۱۴/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل .شوه
ابتدائیه محکمې یاد مجرمين په دوه ـ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۰:۱۲
Background image

په فراه ولايت کې پنځو مجرمينو او متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د فراه ولایت بالابلوک ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې د يوې ښځې په ګډون پنځو کسانو ته د نامشروع اړيکو په جرم او غلا په تور، په ۱۳/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائ. . .

بیا په خبرونو کی