د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې لخوا په جوزجان ولایت کې په یو تن قاتل باندې د قصاص الهي حكم تطبيق شو

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۷ - ۱۳:۲۹
د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې لخوا په جوزجان ولایت کې په یو تن قاتل باندې د قصاص الهي حكم تطبيق شو

بسم الله الرحمن الرحيم
الحمد لله وكفى والصلوة والسلام على عباده الذين اصطفی، اما بعد:
قال الله تبارك وتعالى: وَلَكُمْ فِي الْقِصَاصِ حَيَاة يا أولي الألباب لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ (البقرة: ۱۷۹)
ژباړه: ستاسو لپاره په قصاص کې ژوند دی، اې د عقل خاوندانو د دې لپاره چې تاسو تقوا حاصله کړئ.
و ايضاً قال الله تعالى: وَمَن قُتِلَ مَظْلُومًا فَقَدْ جَعَلْنَا لِوَلِيْهِ سُلْطَانًا فَلَا يُسْرِف فِي الْقَتْلِ - إِنَّهُ كَانَ مَنصُورًا (۳۳) الاسراء
 او څوک چې مظلوم وژل شوى وي، د هغه وارث ته موږ د غچ غوښتنې (قصاص) حق ورکړی دى، نو پكار ده چې هغه په وژلو کې له حده تېرى ونه کړي، له هغه سره به مرسته وشي.
نن ورځ د جوزجان ولایت په مرکز کې په یو تن قاتل باندې د الله جل جلاله حکم (قصاص) تطبيق کړل شو.
 قاتل نظر محمد د امان الله زوی د همراه لمسی د فاریاب ولایت، د بلچراغ ولسوالۍ د کولیان کلي اصلي او د جوزجان ولایت د مرکز شبرغان د آی پروژې کلي فعلي اوسېدونکی و، چې مقتول خال محمد د عبدالعلي زوی د منګل لمسی د فاریاب ولایت د بلچراغ ولسوالۍ د کولیان کلي اصلي او د جوزجان ولایت د مرکز شبرغان د ال پروژې کلي فعلي اوسېدونکی یې په ۱۴۴۳ هـ ق کال د ۶مې میاشتې په  ۱۲ مه نېټه په آله جارحه چاقو سره وژلی و‌.
یاده موضوع د اسلامي امارت د درې ګونو محاکمو (ابتدائیې، مرافعې او تمیز) لخوا په  خورا دقیق او مکرر ډول وڅېړل شوه، چې په پايله کې پرې د قصاص حکم صادر او تائید شو، وروسته دغه پرېکړه د اسلامي امارت د زعيم عاليقدر اميرالمؤمنين شيخ الحديث مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله حضور ته د تائید لپاره وړاندې کړل شوه. د عاليقدر امير المؤمنين حفظه الله لخوا هم د دغه موضوع په اړه د وروستي احتیاط په منظور فوق العاده څېړنه وشوه، چې په نهایه کې يې په قاتل باندې د قصاص شرعي حكم د تطبيق امر ورکړل شو او د دغه حکم د تطبیق لپاره د هیواد سترې محكمې ته هدایت و شو، چې دغه د قصاص حکم نن دو شنبه د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د شعبان المعظم د میاشتې په ۱۵مه نېټه د جوزجان ولایت په مرکز  شبرغان ښار ورزشي سټيډيم کې د هیواد والو په یوه مجموعه کې تطبیق شو.
د قصاص د ترسره کېدو په موخه د هیواد د قاضي القضات محترم شيخ عبدالحکيم (حقاني) صاحب په هدایت د سترې محکمې د مرکزي تميز اړوند د جزا دېوان عمومي رئيس محترم مفتي عتيق الله (دروېش) صاحب په مشرۍ، د جزا دېوان مفتي، مولوي محمد سلیم او د سترې محکمې د بهرنيو، عامه اړیکو او مطبوعاتو رئیس مولوي عبدالرحيم (راشد) په ملتیا يو پلاوی لېږل شوی و.
په دې غونډه کې د جوزجان ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالغني سعید، د جوزجان ولایت د دېوان جزا رئيس مولوي عبدالولي، د جوزجان ولایت والي قاري ګل حیدر شفیق، مرستیال والي مولوي نور الدین عمیر، د استخباراتو رئیس مولوي خوشحال محمود، د علماوو شورا رئیس شیخ خیر الله حقاني او د ګڼ شمېر نورو مسؤولينو په ګډون په زيات تعداد عامو هيوادوالو ګډون کړی و.
د غونډې په پای کې په هیواد کې د سرتاسري امنیت د لا ټینګښت، د خلکو شرعي حقوقو ته د لا رسېدا او د اسلامي شریعت د لا ښه تطبيق لپاره دعاء وشوه او غونډه د قاتل په وژنه او په دې اړوند د الله تعالی د ستر حکم قصاص په تطبیق پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۱۵
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ؛ د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د دېوانونو رئيسانو، د اختصاصي محکمې رئیس، د وثایقو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۴:۳۶
Background image

د اووم زون (بلخ) د نظامي محاکمو امنیتي او اجرائیوي قوماندانۍ لپاره نوی قوماندان معرفي شو

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي ریاست د نظامي محاکمو د امنیتي او اجرائیوي قطعاتو عمومي قوماندانۍ اړوند د اووم زون (بلخ) نظامي محاکمو امنیتي او اجرائیوي قوماندانۍ نوی ټاکل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۴:۱۷
Background image

د سترې محکمې عالي مقام د تحریراتو له رئیس محترم مولوي محمداکبر (فرید) صاحب سره د اسلامي عدالت ځانګړې خپرونه

د سترې محکمې عالي مقام د تحریراتو رئیس محترم مولوي محمد اکبر (فرید) صاحب، تر ټولو مخکې در څخه مننه کوو، چې له ډېرو مصروفیتونو سره سره مو د اسلامي عدالت خپرونې لپاره موږ ته خپل قېمتي وخت. . .

بیا په خبرونو کی