هلمند ولايت کې څلورو متهمينو ته تعزيري سزا ورکړل شوه

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۷ - ۱۲:۴۱
هلمند ولايت کې څلورو متهمينو ته تعزيري سزا ورکړل شوه

 د ۱۴۴۵ هـ ق کال د شعبان المعظم مياشتې په ۲۵مه نېټه د هلمند ولايت د مرافعه محکمې اړوند ښاري ابتدائیه محکمې د جزا دېوان لخوا د لواطت، غلا او نامشروع اړیکو په تور څلورو متهمينو ته تعزيري سزا ورکړل شوه. 

د یادو متهمینو په تړاو د اړوند محکمې فیصلې تر قطعي کېدو وروسته د جنوب غرب زون د تمیز عالي ریاست او د سترې محکمې د قضائي معاونیت لخوا هم تایید شوې وې.

متهمینو ته د تعزیري سزا د حکم د تطبیق پر مهال د هلمند د مرافعه محکمې رئیس، د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس، د محاکمو قضائي او اداري غړو او عامو خلکو ګډون درلود.

د یادونې وړ ده چې متهمینو هم د محکمې پر حکم قناعت درلود.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۳:۳۹
Background image

د پکتيا زون نظامي محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د پکتيا زون نظامي محکمې د رئیس الحاج مولوي عبدالجلیل آغا (حسیني) په مشرۍ؛ چې قضائي هیئت، د یاد ولایت مرستیال محترم شیخ انعام الله (صلاح الدین)، د اړوند ادارو مسؤولینو، د حوزو آمرينو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۰:۵۴
Background image

د ننګرهار زون نظامي محکمې سرپرست د لغمان او لوېدیځ نورستان له نظامي محکمې ليدنه وکړه

د ننګرهار زون نظامي محکمې سرپرست رئیس مولوي عبدالحمید (صمیم)؛ د یادې محکمې محرر مولوي معراج احمد (صهیب)، په ۱۶/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه د لغمان او لوېدیځ نورستان له ابتدائیه نظامي محکمې څخه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۰:۴۰
Background image

د زابل ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۱۷۳) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۶۴) وثیقې هم اجرا کړې دي

د زابل ولایت د مرافعه، ښاري ابتدائیه، نظامي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې (له ۱ / ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۱۵ / ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۱۷۳) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره،. . .

بیا په خبرونو کی