د ننګرهار د مرافعه محکمې رئيس د دغه ولایت د لسو (۱۰) ولسواليو ابتدائيه محاکمو له مسؤولينو سره وکتل

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۴ - ۱۱:۴۰
د ننګرهار د مرافعه محکمې رئيس د دغه ولایت د لسو (۱۰) ولسواليو ابتدائيه محاکمو له مسؤولينو سره وکتل

د روان ۱۴۴۵هـ ق کال د ذوالقعدې میاشتې په ۳/ ۵/ مه نېټه د ننګرهار د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم مولوي عبدالشکور (رشاد اخندزاده) او ورسره مل پلاوي شیخ ولي محمد (حقاني) او قوماندان ابراهیم د چپرهار، پچیراګام، بهسود، کوټ، روادات، ده بالا، سرخرود، خوګیاڼيو، شېرزاد او حصارک ولسواليو د ابتدائیه محاکمو له مسؤولينو او کارکوونکو سره د چپرهار او خوګياڼي ولسواليو د ابتدائيه محاکمو په انګړ کې وکتل.
 غونډه چې د يادو محاکمو ټولو کارکوونکو په کې شتون درلود، د شيخ ولي محمد حقاني په تلاوت پيل شوه؛ ورپسې د مرافعه محکمې رئیس د یادو محاکمو قضائي او اداري کارکوونکو ته د لا ښه اجراآتو په موخه لازمې سپارښتنې وکړې، وروسته يې د محاکمو فيصلې وکتلې او د محاکمو کارکوونکو ته یې د چارو د لا چټکتيا په موخه یو ورځنی سیمینار ورکړ.
د غونډې په دوام د مرافعه محکمې رئيس د محاکمو غړيو ته شته ستونزې ور په ګوته کړې، ترڅو په عالي محاکمو کې فیصلې نقض نشي.
همداراز محترم مولوي عبدالشکور د چپرهار ولسوالۍ د ولسوال او قوماندانۍ له امنیتي مسؤولينو سره په ليدنه کې وویل، د مجرمینو په نیولو کې چټک اجراآت ترسره کړئ، ترڅو په هېواد کې اسلامي نظام بقا‌ء ولري.
د لیدنې په وروستيو کې د یادې ولسوالۍ د  مسؤولینو لخوا محترم رئیس ته د ښه راغلاست ترڅنګ ډاډ ورکړل شو، چې د تېر په څېر به د عامه نظم ګډوډوونکي نيسو او عدلي او قضائي ارګانونو ته به يې سپارو.
د مرافعه محکمې رئيس لخوا هم ډاډ ورکړل شو چې اړوند محاکم به يې دوسيو ته پر وخت رسېدنه کوي.
 غونډه د ولي محمد حقاني لخوا په دعاء پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۲:۴۵
Background image

په روزګان ولايت کې يوه مجرم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د روزګان ولايت مرافعه محکمې د پرېکړې له مخې يو کس ته د نکاح شوې ښځې د تښتولو په جرم؛ نن چهارشنبه (۱۵/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.

مرافعه محکمې یاد مجرم په دوه کاله او شپږ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۲:۲۹
Background image

د کندهار زون نظامي محکمې رئيس زابل ولايت ته سفر وکړ

د کندهار زون نظامي محکمې عمومي رئيس محترم الحاج مولوي محمدګل (صياد)، په ۱۱/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه زابل ولايت ته سفر وکړ.
محترم مولوي صیاد د دغه سفر پر مهال د یاد ولايت له نظامي محکمې څخه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۲:۳۴
Background image

د کابل ولایت د نشه‌یي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې لخوا ‍(۱۷) مجرمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کابل ولایت د نشه‌یي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې (۱۷) کسانو ته د نشه‌یي تابلیتو (تابلیت کا، ذیکپ)، شیشې او الکولي مشروباتو د خرڅلاو او قاچاق په جرمونو،. . .

بیا په خبرونو کی