په میدان وردګو ولایت کې ۲ تنو متهمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۸ - ۸:۲۵
په میدان وردګو ولایت کې ۲ تنه متهمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د روان ۱۴۴۶ هـ ق کال د صفر المظفر د میاشتې په (۳) مه نېټه د میدان وردګو ولایت د دایمیرداد ولسوالۍ ته څېرمه د سید جمال الدین د لیسې په انګړ کې د یادې ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې له لوري (۲) تنو متهمینو ته د غلا په تور تعزیري سزا ورکړل شوه.

یاد مراسم چې د قرآن کریم په تلاوت پيل شول، په کې د میدان وردګ ولایت د مرافعه محکمې رئیس مولوي عبدالله فرقاني، د همدې ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې رئیس مولوي اسدالله احمدي، د دایمیرداد ولسوالۍ ولسوال سردار احمد او د امر بالمعروف آمر مولوي شفیع الله راشد ګډون درلود.

د مراسمو په پیل کې د دایمیرداد ولسوالۍ ولسوال د مراسمو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د دایمیرداد ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې له دې کار څخه یې هرکلی وکړ.

ورپسې د میدان وردګو ولایت د مرافعه محکمې عمومي ولس ته د تعزیر په تړاو معلومات ورکړل، محترم مولوي فرقاني وویل، په دې هېواد کې په دومره لوی شمېر سره د قربانيو یوازینۍ موخه د اسلامي نظام راوستل و، حدود او تعزیرات د اسلامي نظام له لویو موخو دي، ځکه دا د الله تعالی احکام دي او په موږ یې تطبیق لازم دی.

نوموړي د خپلو خبرو په دوام وویل، د حدودو او تعزیراتو په تطبیق سره د جرايمو کچه را ټیټیږي، موږ ولیدل له کله چې اسلامي امارت حاکم شوی دی او د حدودو او تعزیراتو تطبیق پیل شوی، موږ او تاسو ټول ددې شاهدانو یو چې هېواد کې د جرايمو کچه په زیاته اندازه سره را ټیټه شوې ده.

ورپسې د دایمیرداد ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې رئیس د مراسمو ګډونوالو ته د یادو دوو متهمینو د درې ګونو محاکمو د تعزیر فیصله ابلاغ کړه چې په کې هر یوه ته د (۳۹) دُرو علاوه درې کاله بند ورکړل شو.
غونډه د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۲:۴۵
Background image

په روزګان ولايت کې يوه مجرم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د روزګان ولايت مرافعه محکمې د پرېکړې له مخې يو کس ته د نکاح شوې ښځې د تښتولو په جرم؛ نن چهارشنبه (۱۵/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.

مرافعه محکمې یاد مجرم په دوه کاله او شپږ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۲:۲۹
Background image

د کندهار زون نظامي محکمې رئيس زابل ولايت ته سفر وکړ

د کندهار زون نظامي محکمې عمومي رئيس محترم الحاج مولوي محمدګل (صياد)، په ۱۱/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه زابل ولايت ته سفر وکړ.
محترم مولوي صیاد د دغه سفر پر مهال د یاد ولايت له نظامي محکمې څخه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۲:۳۴
Background image

د کابل ولایت د نشه‌یي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې لخوا ‍(۱۷) مجرمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کابل ولایت د نشه‌یي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې (۱۷) کسانو ته د نشه‌یي تابلیتو (تابلیت کا، ذیکپ)، شیشې او الکولي مشروباتو د خرڅلاو او قاچاق په جرمونو،. . .

بیا په خبرونو کی