د سترې محکمې اداري مرستيال د وثايقو آمريتونو له مراجعينو سره ليدنه وکړه

m_admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۷ - ۱۴:۳۰
د سترې محکمې اداري مرستيال د وثايقو آمريتونو له مراجعينو سره ليدنه وکړه

د سترې محکمې اداري مرستيال محترم شيخ عبدالمالک (حقاني) د کابل د مرافعه محکمې اړوند د وثايقو آمريتونو له مراجعينو سره په ۲۳/ ۳/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه له نږدې ليدنه وکړه.
په دې ليدنه کې محترم حقاني صاحب د مراجعينو ستونزې او غوښتنې له نږدې واورېدې او د یادو ستونزو او غوښتنو د حل ډاډ يې ورکړ.
محترم حقاني صاحب مراجعينو ته ډاډ ورکړ، چې ستونزو او غوښتنو ته به ژر تر ژره رسېدنه وشي او په اړوندو برخو کې به د مراجعينو لپاره لا نور ډېر سهولتونه او اسانتياوې رامنځته شي.
د ليدنې په وروستيو کې مراجعينو خپلې غوښتنې له اداري مرستيال سره شريکې کړې او د سترې محکمې له رهبرۍ يې مننه وکړه چې د دوی آواز اوري او غوښتنو ته يې رسېدنه کوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۱:۲۱
Background image

په روزګان ولايت کې څلورو مجرمينو او متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د روزګان ولايت دهراود ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې څلورو کسانو ته له کور او محبس څخه د تېښتې په جرم او غلا په تور، نن شنبه (۱۸/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائی. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۰:۵۶
Background image

په نیمروز ولايت کې يوه متهم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د نیمروز ولايت ښاري ابتدائیه محکمې د جزا دېوان د پرېکړې له مخې يو کس ته د غلا په تور؛ په ۱۶/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
د جزا دېوان یاد مجرم په درې کاله تنفيذي بند او ۳۰. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۹:۲۷
Background image

د کندهار او زابل ولایتونو د حقوقو آمریتونو په یوه میاشت کې (۸۳۴) عرض‌پاڼو ته رسېدنه کړې ده

د سترې محکمې د حقوقو عمومي ریاست اړوند د کندهار او زابل ولایتونو د حقوقو آمریتونو په یوه میاشت کې (له ۱/۸/۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۲۹/۸/۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې د مدني، فاميلي او سوداګریزو دعواوو په. . .

بیا په خبرونو کی