په خوست ولایت کې دوو متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۴ - ۱۴:۴۰
په خوست ولایت کې دوو متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د خوست ولایت د ځاځي میدان ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې د پرېکړې په اساس دوو کسانو ته چې پر لواطت متهم وو؛ په ۱۱/ ۴/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.

ابتدائیه محکمې د متهمينو له ډلې یو متهم پر يو کال او شپږ میاشتې تنفیذي بند او ۳۵ دُرو تعزیري سزا او دويم متهم په یو کال تنفیذي بند او ۳۰ دُرو تعزیري سزا محکوم کړی و؛ چې ياد حکم د سترې محکمې د عالي مقام له تائید وروسته پر متهمينو تطبيق شو.

د تعزیري سزا د تطبيق په موخه جوړې شوې غونډه کې د مرافعه محکمې عمومي رئیس او مل پلاوي، د یادې ولسوالۍ قضائي، نظامي، اداري مسؤولينو او عامو هېوادوالو ګډون درلود.

 غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې د امر بالمعروف ریاست محتسب او د عامه امنیت دېوان سرپرست د موضوع اړوند وینا وکړه. 
د غونډې په دوام د مرافعه محکمې رئیس د موضوع په اړه تفصیلي خبرې وکړې، د یادې پرېکړې پلي کول يې د قانون حاکمیت او د شرعي حدودو د تطبیق لپاره یو مهم ګام یاد کړ.
غونډه د تعزیزي سزا له تطبيق وروسته د دعا په ويلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۰:۵۳
Background image

د بدخشان ولایت نظامي محکمې مسؤولینو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شول

د بدخشان ولایت نظامي ابتدائيه محکمې د رئيس محترم شیخ عبدالباري (صالحي) په ډېرو هڅو، قومي مشرانو او سپين‌ږیرو په منځګړیتوب، د ځمکې پر سر رامنځته شوې د عمدي قتل موضوع، په ۱۵/ ۹/ ۱۴۴۷ هـ ق. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۰:۴۸
Background image

د روزګان ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د روزګان ولایت مرافعه محکمې عمومی رئیس الحاج شیخ محمود (ابوالفیض) په مشرۍ؛ د مرافعه او ښاري محاکمو د دېوانونو رئیسانو، قضائي غړو، اداري کارکوونکو، د حقوقو آمر، د ثبت اسناد او وثایقو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۲:۴۵
Background image

په روزګان ولايت کې يوه مجرم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د روزګان ولايت مرافعه محکمې د پرېکړې له مخې يو کس ته د نکاح شوې ښځې د تښتولو په جرم؛ نن چهارشنبه (۱۵/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.

مرافعه محکمې یاد مجرم په دوه کاله او شپږ. . .

بیا په خبرونو کی