محترم مفتي امان الله (حقاني) د ننګرهار ولايت د مرافعه محکمې د مرستيال په توګه معرفي شو

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۷ - ۱۴:۸
محترم مفتي امان الله (حقاني) د ننګرهار ولايت د مرافعه محکمې د مرستيال په توګه معرفي شو

محترم مفتي امان الله (حقاني) د ننګرهار ولايت د مرافعه محکمې د مرستيال، مولوي رحيم الله (حقاني) د مرافعه محکمې د تجارتي دېوان د رئيس او مولوي محمد ابراهيم د دعوت او ارشاد د آمر په توګه په ۱۴/ ۵/ ۱۴۴۶هـ ق نېټه د یوې غونډې په ترڅ کې د یادې محکمې قضائي غړو او اداري کارکوونکو ته ور وپېژندل شول.
په دې موخه جوړه شوې غونډه کې د مرافعه محکمې رئیس محترم مفتي عبدالشکور (رشاد اخندزاده) خبرې وکړې وويل، تغیر او تبدیل د اداري اصولو څخه یو اصل دی، نوموړي نويو ټاکل شوو مسؤولينو ته لازمې سپارښتنې وکړې.
د مرافعه محکمې رئيس زیاته کړه، عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) ویلي چې د مسؤولیت په سپارلو او اخیستلو مه خفه کېږئ او کوښښ وکړئ چې د شریعت په چوکاټ کې ښه خدمت ترسره کړئ.
د غونډې په دوام نويو ټاکل شويو مسؤولينو ډاډ څرګند کړ چې خپلې چارې به د شریعت په چوکاټ کې په پوره ایماندارۍ سرته رسوو.
غونډه د شیخ ولي محمد (حقاني) لخوا په دعا پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۱:۲۱
Background image

په روزګان ولايت کې څلورو مجرمينو او متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د روزګان ولايت دهراود ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې څلورو کسانو ته له کور او محبس څخه د تېښتې په جرم او غلا په تور، نن شنبه (۱۸/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائی. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۰:۵۶
Background image

په نیمروز ولايت کې يوه متهم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د نیمروز ولايت ښاري ابتدائیه محکمې د جزا دېوان د پرېکړې له مخې يو کس ته د غلا په تور؛ په ۱۶/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
د جزا دېوان یاد مجرم په درې کاله تنفيذي بند او ۳۰. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۹:۲۷
Background image

د کندهار او زابل ولایتونو د حقوقو آمریتونو په یوه میاشت کې (۸۳۴) عرض‌پاڼو ته رسېدنه کړې ده

د سترې محکمې د حقوقو عمومي ریاست اړوند د کندهار او زابل ولایتونو د حقوقو آمریتونو په یوه میاشت کې (له ۱/۸/۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۲۹/۸/۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې د مدني، فاميلي او سوداګریزو دعواوو په. . .

بیا په خبرونو کی