د لغمان او بدخشان ولايتونو د حقوقو آمريتونو په یوه میاشت کې (۱۱۶۵) دوسيو او عرض‌پاڼو ته رسېدنه کړې ده

m_admin
شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۰ - ۱۴:۵
د لغمان او بدخشان ولايتونو د حقوقو آمريتونو په یوه میاشت کې (۱۱۶۵) دوسيو او عرض‌پاڼو ته رسېدنه کړې ده

د سترې محکمې د حقوقو عمومي ریاست اړوند د لغمان او بدخشان ولايتونو د حقوقو آمريتونو په يوه مياشت کې له (۲۱/ ۴/ ۱۴۴۶هـ ق څخه تر ۲۱/ ۵/ ۱۴۴۶هـ ق) نېټې پورې (۱۱۶۵) دوسيو او عرض‌پاڼو ته رسېدنه کړې د‎ه؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
د عرض‌پاڼو په برخه کې:
د لغمان او بدخشان ولايتونو د حقوقو آمريتونو په يوه مياشت کې د مدني، فاميلي او سوداګریزو دعواوو په برخه کې (۹۸۵) عرض‌پاڼو ته رسېدنه کړې ده.
 له دې جملې څخه (۲۵۱) عرض‌پاڼې اصلاح او ابرا شوې، (۲۰۸) عرض‌پاڼې محاکمو ته لېږل شوې، (۳۰) عرض‌پاڼې نورو ادارو ته راجع شوې، (۴۹۶) عرض‌پاڼې حفظ شوې او پاتې عرض‌پاڼې تر اجراآتو لاندې دي.

د دوسيو په برخه کې:
د لغمان او بدخشان ولايتونو د حقوقو آمريتونو په يوه مياشت کې د مدني، فاميلي او سوداګریزو دعواوو په برخه کې (۱۸۰) دوسيو ته رسېدنه کړې ده.
له دې جملې څخه (۱۷) دوسيې تطبيق شوې، (۳۳) دوسيې محاکمو ته لېږل شوې، (۲۰) دوسيې نورو ادارو ته راجع شوې، (۱۱۰) دوسيې حفظ شوې او پاتې دوسيې تر اجراآتو لاندې دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۱۵
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ؛ د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د دېوانونو رئيسانو، د اختصاصي محکمې رئیس، د وثایقو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۴:۳۶
Background image

د اووم زون (بلخ) د نظامي محاکمو امنیتي او اجرائیوي قوماندانۍ لپاره نوی قوماندان معرفي شو

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي ریاست د نظامي محاکمو د امنیتي او اجرائیوي قطعاتو عمومي قوماندانۍ اړوند د اووم زون (بلخ) نظامي محاکمو امنیتي او اجرائیوي قوماندانۍ نوی ټاکل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۴:۱۷
Background image

د سترې محکمې عالي مقام د تحریراتو له رئیس محترم مولوي محمداکبر (فرید) صاحب سره د اسلامي عدالت ځانګړې خپرونه

د سترې محکمې عالي مقام د تحریراتو رئیس محترم مولوي محمد اکبر (فرید) صاحب، تر ټولو مخکې در څخه مننه کوو، چې له ډېرو مصروفیتونو سره سره مو د اسلامي عدالت خپرونې لپاره موږ ته خپل قېمتي وخت. . .

بیا په خبرونو کی