د لغمان د مرافعه محکمې رئیس د یاد ولایت د پنځو ولسوالیو له ابتدائیه محاکمو څخه لیدنه وکړه

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۲ - ۱۵:۰
د لغمان د مرافعه محکمې رئیس د یاد ولایت د پنځو ولسوالیو له ابتدائیه محاکمو څخه لیدنه وکړه

د لغمان ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم مولوي عبدالکریم (حقاني) د روان ۱۴۴۶هـ ق کال د جمادی الأولی میاشتې له ۱۵مې څخه تر ۱۸مې نېټې د یاد ولایت د علینګار، علیشنګ، قرغه‌يي، بادپښ او دولت شاه ولسوالیو پر ابتدائیه محاکمو سربېره د ښاري محکمې د دېوانونو او د یاد ولايت له زندان څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د مرافعه محکمې رئیس د یادو محاکمو مسؤولينو ته په خبرو کې وويل، دوسیې باید په خپل وخت سره حل او فصل شي، په ځانګړې توګه جزائي موضوعات باید ونه ځنډېږي، ترڅو هغه کسان چې بې ګناه دي، په بند کې پاتې نه شي او د زندانیانو برخلیک په خپل ټاکل شوي وخت معلوم شي.
دغه راز د مرافعه محکمې رئیس د یاد ولایت له زندان څخه لیدنه وکړه، د بندیانو حال یې واخيست، ستونزې او غوښتنې يې واورېدې او ډاډ یې ورکړ چې د دوی اصولي غوښتنو ته به رسېدنه کېږي.
له زندان څخه د مرافعه محکمې د رئيس د ليدنې عمده موخه دا وه چې د زندانیانو وضعیت له نږدې وګوري او د دوی د برخلیک پوښتنه وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۳:۴۸
Background image

د زابل‎ ولايت ښاري ابتدائیه محکمې مسؤولينو په هڅو، د قتل اړوند (۳۳) کلنه موضوع حل او فصل شوه

د زابل ولایت ښاري ابتدائیه محکمې اړوند جزا دېوان په هڅو؛ قومي مشرانو، سپین‌ږیرو او علماء کرامو په منځګړیتوب، په ۲۴/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه، (۳۳) کاله مخکې رامنځته شوې موضوع چې درې کسان په کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۳:۴۲
Background image

د پکتیا زون نظامي محکمې مسؤولینو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د پکتیا زون نظامي محکمې رئیس شیخ عبدالجلیل آغا (حسیني) او قضائي غړو په ډېرو هڅو او ترغیب، د قومي مشرانو، سپین‌ږیرو او مصلحینو په منځګړیتوب، د عمدي قتل موضوع، په ۸/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه حل. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۰:۲
Background image

د غزني ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د غزني ولايت مرافعه محکمې رئیس الحاج مفتي عزیزالله (حیدري) په مشرۍ، د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د دېوانونو رئيسانو په ګډون، په ۲/ ۱۱/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه. . .

بیا په خبرونو کی