د زابل او لغمان ولايتونو محاکمو په دوو اونيو کې (۲۷۰) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۰۲) وثیقې هم اجرا کړې دي

m_admin
شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۷ - ۱۱:۲۱
د زابل او لغمان ولايتونو محاکمو په دوو اونيو کې (۲۷۰) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۰۲) وثیقې هم اجرا کړې دي

د زابل او لغمان ولایتونو د مرافعه محاکمو، ښاري محاکمو، نظامي محکمې او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې له (۱۶/ ۵/ ۱۴۴۶هـ ق څخه تر ۳۰/ ۵/ ۱۴۴هـ ق) نېټې پورې (۲۷۰) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۰۲) وثيقې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقي برخه کې:
د زابل او لغمان ولايتونو محاکمو ته په دوو اونيو کې (۲۲۰) حقوقي دوسیې راجع شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۹۴) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۶۴) دوسیې فیصله شوې، (۲۷) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
د زابل او لغمان ولايتونو محاکمو ته په دوو اونيو کې (۸۳) جزائي دوسیې راجع شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۲۱) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۴۷) دوسیې فیصله شوې، (۱۷) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د زابل او لغمان ولایتونو محاکمو په دوو اونيو کې (۲۰۲) وثیقې هم اجرا کړې دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۳۱
Background image

د لوګر ولايت مرافعه محکمې پلاوي د یاد ولايت له زندان څخه ليدنه وکړه

د لوګر ولايت مرافعه محکمي رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په هدايت يو پلاوي د جزا دېوان رئیس مولوي فضل الرحیم (عابد) په مشرۍ؛ په ۲۱/ ۸/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه د یاد ولايت له زندان څخه ليدنه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۲۸
Background image

د بلخ، پکتیکا او تخار ولایتونو د حقوقو آمریتونو په یوه میاشت کې (۲۲۰۸) عرض‌پاڼو او دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د سترې محکمې د حقوقو عمومي ریاست اړوند د بلخ، پکتیکا او تخار ولایتونو د حقوق آمریتونو په یوه میاشت کې له ( ۱۴۴۷/۸/۱ هـ ق څخه تر ۲۹ /۸ /۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۲۲۰۸) عرض‌پاڼو او دوسيو ته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۱۸
Background image

د لغمان ولایت مرافعه محکمې رئیس د عدليې وزارت له پلاوي سره وکتل

د لغمان ولايت مرافعه محکمې رئيس الحاج شیخ سخي الرحمن (فایز فیروزکوهي)؛ د عدلیې وزارت له راغلي پلاوي چې مشري یې د حقوقي مساعدینو رئیس مفتي ضیاء الحق (ثاقب) کوله، په ۲۰/ ۸/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه. . .

بیا په خبرونو کی