د پکتيا ولايت مرافعه محکمې د مسؤولينو په هڅو د مقتولې کورنۍ قاتلينو ته بخښنه وکړه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۷ - ۱۱:۳۸
د پکتيا ولايت مرافعه محکمې د مسؤولينو په هڅو د مقتولې کورنۍ قاتلينو ته بخښنه وکړه

د پکتیا ولايت مرافعه محکمې د رئيس محترم مفتي عبیدالله (خالد)، د زرمت ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د رئيس مولوي کليم الله (انس)، د دې محکمې مفتي مولوي محمد قاسم (عاکف) د ډېرو هڅو او د زرمت ولسوالۍ د ولسوال مولوي فضل الرحمن (منيب)، علماء کرامو او قومي مشرانو د منځګړيتوب او نېکو توصيو په پایله کې په ۹/۶/۱۴۴۶ هـ ق نېټه د قتل یوه موضوع حل او فصل شوه.
د قتل یاده موضوع د زرمت ولسوالۍ ابتدائيه محکمې ته تر راجع کېدو وروسته په ډېر غور او دقت وڅېړل شوه؛ د مرافعه محکمې رئیس او نورو مسؤولینو د قضیې دواړه لوري سولې ته وهڅول چې په پایله کې د مقتولې کورنۍ قاتلینو ته بخښنه وکړه.
په دې موخه جوړه شوې غونډه کې د مرافعه محکمې رئيس د مقتولې له وارثينو مننه وکړه وویل، بخښنه کوونکو ته الله تعالی بې حسابه اجرونه ورکوي او د غونډې ګډونوالو ته يې د بخښنې اړوند مهمه وینا وکړه.
 غونډه د دعا په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۲:۳۴
Background image

د کابل ولایت د نشه‌یي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې لخوا ‍(۱۷) مجرمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کابل ولایت د نشه‌یي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې (۱۷) کسانو ته د نشه‌یي تابلیتو (تابلیت کا، ذیکپ)، شیشې او الکولي مشروباتو د خرڅلاو او قاچاق په جرمونو،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۱:۴۴
Background image

په بامیان ولايت کې یوه متهم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د بامیان ولايت ښاري ابتدائيه محکمې د جزا دېوان د پرېکړې له مخې يو کس ته چې پر غلا متهم و؛ نن سه شنبه ۱۴/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
د جزا دېوان دېوان یاد متهم. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۱۴:۴۵
Background image

د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې د تحریراتو د نوي رئیس محترم مفتي عبدالواحد حقاني معرفت غونډه وشوه

د ننګرهار ولایت مرافعه محکمې د تحریراتو نوی رئیس محترم مفتي عبدالواحد (حقاني) نن دوشنبه (۱۳ /۹ /۱۴۴۷هـ ق) په یوه غونډه کې د یاد ولایت د محاکمو مسؤولینو او منسوبینو ته معرفي او رسماً یې. . .

بیا په خبرونو کی