د هلمند ولایت د ښاري ابتدائيه محکمې مسؤولینو ترمنځ اداري غونډه وشوه

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۶ - ۱۱:۶
د هلمند ولایت د ښاري ابتدائيه محکمې مسؤولینو ترمنځ اداري غونډه وشوه

د هلمند ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې عمومي رئیس محترم مولوي موسی کلیم (برهاني) په مشرۍ؛ د دېوانونو رئیسانو، مفتیانو، محررينو، د تحریراتو مدیر او د امنیتي قطعې قوماندان په ګډون په ۲۳ /۶ /۱۴۴۶هـ ق نېټه اداري ناسته وشوه.
غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ وروسته د ښاري ابتدائيه محکمې رئيس د غونډې اجنډا بیان کړه او د هغه موضوعاتو چې له مدني دېوان څخه راغلي وو له ډېر بحث او څېړنې وروسته ځواب وویل شو.
دغه راز د غونډې په دوام د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس د امنیتي قطعې قوماندان او نورو منسوبینو ته لازمې لارښوونې وکړې.
غونډه د دعا په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۳:۴۸
Background image

د زابل‎ ولايت ښاري ابتدائیه محکمې مسؤولينو په هڅو، د قتل اړوند (۳۳) کلنه موضوع حل او فصل شوه

د زابل ولایت ښاري ابتدائیه محکمې اړوند جزا دېوان په هڅو؛ قومي مشرانو، سپین‌ږیرو او علماء کرامو په منځګړیتوب، په ۲۴/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه، (۳۳) کاله مخکې رامنځته شوې موضوع چې درې کسان په کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۳:۴۲
Background image

د پکتیا زون نظامي محکمې مسؤولینو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د پکتیا زون نظامي محکمې رئیس شیخ عبدالجلیل آغا (حسیني) او قضائي غړو په ډېرو هڅو او ترغیب، د قومي مشرانو، سپین‌ږیرو او مصلحینو په منځګړیتوب، د عمدي قتل موضوع، په ۸/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه حل. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۰:۲
Background image

د غزني ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د غزني ولايت مرافعه محکمې رئیس الحاج مفتي عزیزالله (حیدري) په مشرۍ، د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د دېوانونو رئيسانو په ګډون، په ۲/ ۱۱/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه. . .

بیا په خبرونو کی