د پکتيا ولايت مرافعه محکمې رئيس د ياد ولايت عدليې رياست له اړوند پلاوي سره وکتل

m_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۵ - ۱۱:۴۳
د پکتيا ولايت مرافعه محکمې رئيس د ياد ولايت عدليې رياست له اړوند پلاوي سره وکتل

د پکتیا ولایت مرافعه محکمې رئیس محترم مفتي عبیدالله (خالد) د ياد ولایت عدلیې له رئیس مولوي فاتح الله (فاتح)، د حقوقي مرستو آمر مولوي امین الله (حُسیني) او د یاد آمریت حقوقي مساعد مولوي صورت خان (مشفق) سره په ۱۴۴۶/۶/۲۹ هـ ق نېټه په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې لیدنه کې د مرافعه محکمې رئيس د حقوقي مساعدینو، مدافع وکیلانو او د قضایای امارت اړوند په اړينو موضوعاتو هر اړخيزې خبرې او لارښوونې وکړې.
د لیدنې په دوام د عدلیې ریاست رئیس يادې خبرې تائيد او د تطبیق ډاډ یې وکړ.
دغه راز د عدلیې رئیس په خپلو خبرو کې له محاکمو سره د هر اړخيزو همکاريو ژمنه وکړه.
ليدنه د دعا په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۳۱
Background image

د لوګر ولايت مرافعه محکمې پلاوي د یاد ولايت له زندان څخه ليدنه وکړه

د لوګر ولايت مرافعه محکمي رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په هدايت يو پلاوي د جزا دېوان رئیس مولوي فضل الرحیم (عابد) په مشرۍ؛ په ۲۱/ ۸/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه د یاد ولايت له زندان څخه ليدنه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۲۸
Background image

د بلخ، پکتیکا او تخار ولایتونو د حقوقو آمریتونو په یوه میاشت کې (۲۲۰۸) عرض‌پاڼو او دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د سترې محکمې د حقوقو عمومي ریاست اړوند د بلخ، پکتیکا او تخار ولایتونو د حقوق آمریتونو په یوه میاشت کې له ( ۱۴۴۷/۸/۱ هـ ق څخه تر ۲۹ /۸ /۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۲۲۰۸) عرض‌پاڼو او دوسيو ته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۱۸
Background image

د لغمان ولایت مرافعه محکمې رئیس د عدليې وزارت له پلاوي سره وکتل

د لغمان ولايت مرافعه محکمې رئيس الحاج شیخ سخي الرحمن (فایز فیروزکوهي)؛ د عدلیې وزارت له راغلي پلاوي چې مشري یې د حقوقي مساعدینو رئیس مفتي ضیاء الحق (ثاقب) کوله، په ۲۰/ ۸/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه. . .

بیا په خبرونو کی