د خوست ولایت محاکمو په يوه مياشت کې  (۴۲۷) دوسيو ته  پر رسېدنه سربېره، (۳۰۴) وثیقې هم اجرا کړې دي

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۶ - ۱۵:۶
د خوست ولایت محاکمو په يوه مياشت کې  (۴۲۷) دوسيو ته  پر رسېدنه سربېره، (۳۰۴) وثیقې هم اجرا کړې دي

د خوست ولايت مرافعه محکمې، ښاري ابتداٸيه محکمې، اختصاصي محکمې او د ټولو ولسواليو ابتداٸيه محاکمو په يوه مياشت کې له ( ۱/ ۶/ ۱۴۴۶ هـ ق څخه تر ۳۰/ ۶/ ۱۴۴۶ هـ ق) نېټې پورې (۴۲۷) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۳۰۴) وثيقې يې هم اجرا کړې دي، چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقي برخه کې: 
په حقوقي برخه کې د (۱۱۸) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۷۲) دوسیې فیصله شوې، (۳۵) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي. 
په جزائي برخه کې: 
په جزائي برخه کې د (۳۴) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۶۰) دوسیې فیصله شوې، (۸) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي. 
د وثيقو برخه کې:
د خوست ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۳۰۴) بېلابېلې وثيقې هم اجرا کړې دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۱۵
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ؛ د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د دېوانونو رئيسانو، د اختصاصي محکمې رئیس، د وثایقو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۴:۳۶
Background image

د اووم زون (بلخ) د نظامي محاکمو امنیتي او اجرائیوي قوماندانۍ لپاره نوی قوماندان معرفي شو

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي ریاست د نظامي محاکمو د امنیتي او اجرائیوي قطعاتو عمومي قوماندانۍ اړوند د اووم زون (بلخ) نظامي محاکمو امنیتي او اجرائیوي قوماندانۍ نوی ټاکل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۴:۱۷
Background image

د سترې محکمې عالي مقام د تحریراتو له رئیس محترم مولوي محمداکبر (فرید) صاحب سره د اسلامي عدالت ځانګړې خپرونه

د سترې محکمې عالي مقام د تحریراتو رئیس محترم مولوي محمد اکبر (فرید) صاحب، تر ټولو مخکې در څخه مننه کوو، چې له ډېرو مصروفیتونو سره سره مو د اسلامي عدالت خپرونې لپاره موږ ته خپل قېمتي وخت. . .

بیا په خبرونو کی