د لغمان ولايت د ښاري ابتدائيه محکمې د مسؤولینو ترمنځ اداري غونډه وشوه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۸ - ۱۲:۸
د لغمان ولايت د ښاري ابتدائيه محکمې د مسؤولینو ترمنځ اداري غونډه وشوه

د لغمان ولايت د ښاري محکمې د عمومي رئيس محترم مولوي سلطان محمد (رباني) په مشرۍ؛ د ښاري ابتدائیه محکمې د دېوانونو رئيسانو، مفتيانو، محررینو، د تحريراتو عمومي مدیر او محافظتي قطعې قوماندان په ګډون په ۴ /۷ /۱۴۴۶ هـ ق نېټه اداري غونډه وشوه.
غونډه د قرآنکريم د څو مبارکو آياتونو په تلاوت پيل شوه؛ ورپسې د ښاري ابتدائیه محکمې عمومي رئيس له اجنډا سره سم ګډونوالو ته وينا وکړه او وویل، اصولو ته بايد ژمن پاتې شو، دندې ته په ټاکلي وخت راشو، دنده په پوره اخلاص ترسره کړو، هڅه به کوو چې وخت پر وخت د حنفي مذهب د کتابونو ترڅنګ د محاکمو اصولنامه، د سترې محکمې متحدالمآلونه، استهداګانې او د عالي ادارې مکتوبونه مطالعه کړو، ځکه بيا به د محاکماتي جريان په وخت کې راته سهولت وي او هم به مو پرېکړې اُصولي او له نقض څخه خلاصې وي. 
نوموړي زیاته کړه، د هر دېوان رئيس بايد وخت پر وخت د خپل ریاست د دوسيو اندراج وګوري، تر څو خدای مکړه کومه دوسيه زموږ د غفلت له امله پاتې شوې نه وي، په ځانګړي ډول هغه دوسیې چې بندي ولري او پاتې عادي دوسيې دې په خپل نوبت سره حل او فصل کړي. 
دغه راز د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس وويل، په کارونو کې مو بايد همغږي وي، تر څو له محکمې څخه داسې دوسيې خارج کړو چې قضائي، تحريري او د افتاء برخه يې بشپړه شوې وي، تر څو نقض نه شي چې دا د دوسيو په کمښت کې مهم رول لري.
د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس د خبرو په وروستيو کې زیاته کړه، د دروازې مجاهدين بايد د مراجعينو سره ښه چلند وکړي او هغه اجناس چې د مراجعينو څخه يي د تلاشۍ پر وخت اخلي، بايد په سمه توګه يې ساتنه وکړي.
غونډه د دعاءپه ويلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۹:۲۷
Background image

د کندهار او زابل ولایتونو د حقوقو آمریتونو په یوه میاشت کې (۸۳۴) عرض‌پاڼو ته رسېدنه کړې ده

د سترې محکمې د حقوقو عمومي ریاست اړوند د کندهار او زابل ولایتونو د حقوقو آمریتونو په یوه میاشت کې (له ۱/۸/۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۲۹/۸/۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې د مدني، فاميلي او سوداګریزو دعواوو په. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۹:۲۳
Background image

د بلخ ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۶۴۵) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۵۲۳) وثیقې هم اجرا کړې دي

د بلخ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائیه، د بلخ زون اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې (له ۴/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۱۶ /۹ / ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۶۴۵) دوسيو ته پر رسېدنه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۰:۵۳
Background image

د بدخشان ولایت نظامي محکمې مسؤولینو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شول

د بدخشان ولایت نظامي ابتدائيه محکمې د رئيس محترم شیخ عبدالباري (صالحي) په ډېرو هڅو، قومي مشرانو او سپين‌ږیرو په منځګړیتوب، د ځمکې پر سر رامنځته شوې د عمدي قتل موضوع، په ۱۵/ ۹/ ۱۴۴۷ هـ ق. . .

بیا په خبرونو کی