د ارزګان ولايت مرافعه محکمې رئيس د ياد ولايت د چهارچينو ولسوالۍ له ابتدائيه محکمې او زندان څخه ليدنه وکړه

m_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۳ - ۱۱:۲۲
د ارزګان ولايت مرافعه محکمې رئيس د ياد ولايت د چهارچينو ولسوالۍ له ابتدائيه محکمې او زندان څخه ليدنه وکړه

د ارزګان ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم مولوي سخیداد (ابوالتقي) د مدني دېوان د مفتي مولوي عبدالباري، د جزا دېوان مفتي مولوي عبدالولي او د عامه امنيت دېوان مفتي مولوي خیرالله په ملتيا؛ په ۱۴۴۶/۷/۲۵ هـ ق نېټه د ياد ولایت د چهارچینو ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې څخه لیدنه وکړه.
د مرافعه محکمې یاد پلاوي په پيل کې د ابتدائیه محکمې فیصلې، وثایق، صادره او وارده کتابونه وکتل او په تړاو يې مسؤولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.
ورپسې يې د چهارچینو ولسوالۍ له زندان څخه لیدنه وکړه، له زندانیانو سره یې له نږدې خبرې وکړې او د هغوی د غوښتنو پر اورېدو سربېره یې له راغلو مراجعینو سره وکتل؛ مراجعینو ته يې د موضوعاتو د حل ډاډ ورکړ.
دغه راز یاد پلاوي د چهارچینو ولسوالۍ د «چاچر او خلچک» له سیمو څخه چې له څه باندې ۲۰ کلونو راهیسې تر دعوې لاندې وې هیئتي وکړه، د دعوې ښکېلو لوريو ته يې ډاډ ورکړ چې موضوع به يې د اصولو او شریعت په ړنا کې حل او فصل کېږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۸ - ۱۱:۴۱
Background image

د پکتيا ولايت مرافعه محکمې رئيس د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو له مسؤولينو سره ناسته وکړه

د پکتیا ولایت مرافعه محکمې عمومي رئيس محترم مفتي عبیدالله (خالد) په ۸/ ۱۲/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه د یاد ولایت مرافعه او ښاري ابتدائيه محاکمو له قضائي او اداري کارکوونکو سره ناسته وکړه.
ناسته د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۴:۴۰
Background image

د کابل ولایت مرافعه، د نشه يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي ابتدائیه او اختصاصي محاکمو په دوو اونيو کې (۵۰۰) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د کابل ولایت مرافعه محکمې استینافي دېوانونو، د نشه يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي ابتدائیه او اختصاصي محاکمو د ۱۶ /۱۱ /۱۴۴۶ هـ ق څخه تر ۳۰ /۱۱ /۱۴۴۶ هـ ق نېټې پورې د اجراآتو راپور په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۱:۵۱
Background image

د زابل ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۷۲) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۴۵) وثیقې هم اجرا کړې دي

د زابل ولایت د مرافعه، ښاري ابتدائیه، نظامي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې د ۱/ ۱۲/ ۱۴۴۶ هـ ق څخه تر ۱۵/ ۱۲/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټې پورې (۷۲) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۴۵). . .

بیا په خبرونو کی