د کابل ولایت د مرافعه محکمې مرستیال د ښاري ابتدائیه محکمې له دویم زون څخه لیدنه وکړه

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۵ - ۱۲:۹
د کابل ولایت د مرافعه محکمې مرستیال د ښاري ابتدائیه محکمې له دویم زون څخه لیدنه وکړه

د کابل ولایت د مرافعه محکمې مرستیال محترم مولوي محمد مبین  (الطاف)  د روان ۱۴۴۶ هـ ق کال د رجب المرجب میاشتې په ۲۸مه نېټه، د کابل ښاري ابتدائیه محکمې دویم زون څخه د لیدنې پر مهال د یاد زون له قضائي غړو سره وکتل.

دغه راز محترم مولوي الطاف په دې لیدنه کې د یاد زون د جزا، تجارتي، مدني او امنیت عامه دېوانونو له چارو نظارت وکړ، اداري کتابونه لکه: د واردې او صادري کتاب، د اندراج جزائي او حقوقي کتابونه او د رسیداتو کتاب یې له نږدې وکتل.

د مرافعه محکمې مرستیال د دویم زون قضائي منسوبینو ته په خطاب کې وویل، د مراجعینو چارې په ټاکلي وخت او ښه ډول ترسره کوئ او له دوی سره د اسلامي شریعت د  احکامو په رڼا کې چلند کوئ.

دغه راز محترم مولوي محمد بین (الطاف) د هغه کارکوونکو ستاینه وکړه چې خپلې ورځنۍ چارې یې په ښه ډول ترسره کړې وې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۳۱
Background image

د لوګر ولايت مرافعه محکمې پلاوي د یاد ولايت له زندان څخه ليدنه وکړه

د لوګر ولايت مرافعه محکمي رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په هدايت يو پلاوي د جزا دېوان رئیس مولوي فضل الرحیم (عابد) په مشرۍ؛ په ۲۱/ ۸/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه د یاد ولايت له زندان څخه ليدنه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۲۸
Background image

د بلخ، پکتیکا او تخار ولایتونو د حقوقو آمریتونو په یوه میاشت کې (۲۲۰۸) عرض‌پاڼو او دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د سترې محکمې د حقوقو عمومي ریاست اړوند د بلخ، پکتیکا او تخار ولایتونو د حقوق آمریتونو په یوه میاشت کې له ( ۱۴۴۷/۸/۱ هـ ق څخه تر ۲۹ /۸ /۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۲۲۰۸) عرض‌پاڼو او دوسيو ته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۱۸
Background image

د لغمان ولایت مرافعه محکمې رئیس د عدليې وزارت له پلاوي سره وکتل

د لغمان ولايت مرافعه محکمې رئيس الحاج شیخ سخي الرحمن (فایز فیروزکوهي)؛ د عدلیې وزارت له راغلي پلاوي چې مشري یې د حقوقي مساعدینو رئیس مفتي ضیاء الحق (ثاقب) کوله، په ۲۰/ ۸/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه. . .

بیا په خبرونو کی