د ارزگان ولایت مرافعه محکمې رئیس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۵ - ۱۲:۱۲
د ارزگان ولایت مرافعه محکمې رئیس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د ارزګان ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم الحاج شیخ سخیداد (ابوالتقي) صاحب په مشرۍ چې د مرافعه محکمې د دېوانونو رئیسانو، مفتیانو او محررینو، د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس، د دېوانونو رئیسانو، مفتیانو او محررینو، د نظامي محکمې رئیس او کارکوونکو، د قضائي معاونیت قاضي، مفتي او محرر او د ټولو ولسوالیو د ابتدائیه محاکمو رئیسانو، مفتیانو او محررینو په کې ګډون درلود، په تاریخ ۲۲/۹/۱۴۴۶ هـ ق اداري غونډه شوه.
 غونډه د عامه امنیت دېوان د محرر مولوي امیر محمد (ایوب) لخوا د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه، وروسته محترم الحاج شیخ سخیداد (ابوالتقی) د قضاء پر اهمیت خبرې وکړې وویل، د محاکمو حیثیت باید وساتل شي او په محاکمو کې د واسطې څخه ځانونه وساتئ، د هېچا واسطه باید ونه منل شي؛ بلکې څه چې الله (جل جلاله) او رسول الله (صلی الله علیه وسلم) وایي هغه باید عملي کړو.
د مرافعه محکمې رئیس د ولسوالیو د ابتدائیه محاکمو قاضیانو ته جدي سپارښتنې وکړې چې د ولسوالۍ له ولسوال، امنیه قوماندان او نورو اړوند امارتي ادارو سره د اصولو په رڼا کې همکاري او همغږۍ ولري.
محترم شیخ سخیداد (ابوالتقی) زیاته کړه چې محاکم مستقل دي او هره راغلې دوسیه باید په خپلواکه توګه د شرعي اصولو په رڼا کې فیصله کړي.
دغه راز د مرافعه محکمې رئیس د محاکمو قضائي غړو ته په خطاب کې وویل، داسې فیصلې باید وکړئ چې الله (جل جلاله) او رسول (صلی الله علیه وسلم) در څخه راضي شي، ښه اتفاق او ورورولي باید ولرئ.
 په دې سربېره د مرافعه محکمې رئیس د نورو ضروري مواردو په تړاو د ناستې ګډونوالو ته لازمې سپارښتنې وکړې، د دوی نظریات او وړاندیزونه یې واورېدل او ناسته د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۱۱:۱۸
Background image

د بلخ ولايت مرافعه محکمې د نوي رئيس محترم مفتي حفيظ الله (محمدي) د معرفت غونډه وشوه

د بلخ ولايت مرافعه محکمې نوی رئيس محترم مفتي حفيظ الله (محمدی)؛ په ٢٥/ ۱ / ١٤٤٧هـ ق نېټه د يوې غونډې په ترڅ کې د یاد ولايت مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د دیوانونو رئیسانو، د وثیقو،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۱۱:۲
Background image

د پکتيکا ولايت مرافعه محکمې نوي رئيس محترم مولوي محمود سید (مخلص) د معرفت غونډه وشوه

د پکتيکا ولايت مرافعه محکمې نوی رئيس محترم مولوي محمود سيد (مخلص)؛ په ۲۱/ ۱/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه د يوې غونډې په ترڅ کې د یاد ولايت مرافعه، ښاري ابتدائیه او د ولسواليو ابتدائیه محاکمو قضائي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۳۰ - ۱۰:۵۱
Background image

د غزني ولايت ښاري ابتدائیه محکمې د نوي رئيس محترم مولوي عبدالمجید د معرفت غونډه وشوه

د غزني ولايت ښاري ابتدائيه محکمې نوی رئيس محترم مولوي عبدالمجيد او نورو قضائي غړو د معرفت غونډه په ۲۰/ ۱/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه د مرافعه محکمې په ریاست کې ترسره شوه.
 غونډه د تحريراتو آمر لخوا. . .

بیا په خبرونو کی