د کابل ولايت قره باغ ولسوالۍ ابتدائيه محکمې د مسؤولينو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۱۹ - ۱۴:۱۳
د کابل ولايت قره باغ ولسوالۍ ابتدائيه محکمې د مسؤولينو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د کابل ولایت مرافعه محکمې اړوند، قره باغ ولسوالۍ ابتدائیه محکمې سرپرست رئیس مفتي محمد هاشم (الهام) په ډېرو هڅو او د قومي مشرانو په منځګړیتوب په ۲ /۹ /۱۴۴۶ هـ  ق نېټه د قتل موضوع حل او فصل شوه.
یاده موضوع چې څه موده وړاندې د قره باغ ولسوالۍ اړوند د قلعه باز په کلي کې د یو ځایي اوسیدونکي د قتل له امله رامنځته شوې وه؛ محکمې ته تر راجع کېدو وروسته په غور وڅېړل شوه.
ورپسې د ابتدائيه محکمې مسؤولينو د مقتول کورنۍ د قاتل بخښنې ته وهڅوله، له ډېرو هڅو او ترغیب وروسته د مقتول وارثينو بخښنې ته غاړه کېښوده.
یاده موضوع د مقتول کورنۍ تر رضایت وروسته د يوې غونډې په ترڅ کې چې قومي مشرانو او سپین‌ږیرو هم په کې ګډون درلود؛ د قاتل په بخښنې سره په رسمي ډول پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۱۰:۴۵
Background image

د کابل ولایت مرافعه، د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي او اختصاصي محاکمو په دوو اونيو کې (۴۷۱) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د کابل ولایت مرافعه محکمې دېوانونو، د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي او اختصاصي محاکمو په دوو اونیو (له ۱ /۴ /۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۱۵ /۴ /۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې د اجراآتو راپور په لاندې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۱۰:۴
Background image

په پکتيکا ولايت کې دوو متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتيکا ولايت يوسف خېلو ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې دوو کسانو ته چې پر غلا متهم وو؛ په ۲۱/ ۴/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې د یادو متهمینو له ډلې لومړی. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۹:۵۹
Background image

د بلخ ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۶۳۷) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۴۹۳) وثیقې هم اجرا کړې دي

د بلخ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائیه، د بلخ زون اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې د ۱۱/ ۴/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټې څخه ۲۳ /۴ / ۱۴۴۷ هـ ق نېټې پورې (۶۳۷) دوسيو ته پر رسېدنه. . .

بیا په خبرونو کی