د روزګان ولايت مرافعه محکمې رئيس د ياد ولايت د دهراود ولسوالۍ له ابتدائيه محکمې څخه ليدنه وکړه

m_admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۷ - ۱۳:۴۸
د روزګان ولايت مرافعه محکمې رئيس د ياد ولايت د دهراود ولسوالۍ له ابتدائيه محکمې څخه ليدنه وکړه

د روزګان ولایت مرافعه محکمې عمومی رئیس الحاج شیخ سخیداد (ابوالتقي) د مرافعه محکمې د دعوت او ارشاد آمر مولوي محمد (رهنما) او د یاد ریاست اجرائيه مدير محب الله (نظري) په ملتيا، په ۱۴۴۶/۱۱/۱ هـ ق نېټه د ياد ولایت د دهراود ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې څخه لیدنه وکړه.

په پيل کې د مرافعه محکمې عمومي رئیس ټولو قضائي او اداري مسؤولینو او منسوبینو ته وينا وکړه وویل، محاکم یو مستقل ارګان دی، هېڅوک حق نه لري، چې په قضائي چارو کې په مستقیم یا غیر مستقیم ډول لاسوهنه وکړي.

هغه قضائي غړو ته په خطاب کې وویل، ټولې قضائي کړنې د اسلامي شریعت پر بنسټ ترسره کړئ، ټول هغه قوانین او شکلي اجراآت چې د شریعت سره مخالف وي، باید په جدي توګه ترې مخنیوی وشي، دوسیې باید په خلص توګه ترتیب شي او د غیر ضروري استعلامو مخه د ونيول شي، استفتاء او فتوی باید په رسمي ډول ترسره شي.

ورپسې د قضائي پرسونل اجراآت و ارزول شول او د وثایقو، صادره او وراده، اندراج او رسیدات کتابونه هم په بشپړه توګه وکتل شول او په تړاو يې اړينې لارښوونې وشوې.

په پای کې د يادې محکمې قضائي او اداري پرسونل خپلې غوښتنې شريکې کړې او ژمنه يې وکړه چې ټولې سپارښتنې او لارښوونې به عملي کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۱:۵۴
Background image

په پکتيا ولايت کې يوه متهم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتيا ولايت زرمت ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې يو کس ته چې پر غلا متهم و؛ نن دوشنبې ۱۹/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد متهم پر شپږ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۹:۴۱
Background image

د لوګر ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۲۴۶) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۷۹) وثیقې هم اجرا کړې دي

د لوګر ولایت مرافعه، ښاري ابتدائیه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۲۹/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۲۴۶) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۷۹) وثيقې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۵:۳۹
Background image

د بدخشان ولایت نظامي محکمې مسؤولینو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د بدخشان ولایت نظامي ابتدائيه محکمې د رئيس محترم شیخ عبدالباري (صالحي) په ډېرو هڅو؛ قومي مشرانو او سپين‌ږیرو په منځګړیتوب، د ترافیکي پېښې له امله رامنځته شوې د قتل خطاء موضوع، نن یکشنبه. . .

بیا په خبرونو کی