د هلمند ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه کې د بنديانو پر دوسيو بحث وشو

د هلمند ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج مولوي محمد (محمدي) په مشرۍ؛ د دېوانونو رئيسانو، قضائي غړو، د امنيتي قطعې مرستيال او د حقوقو آمر په ګډون نن سه شنبه ۲۷/ ۱۲/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه غونډه کې د بنديانو پر دوسيو او نورو موضوعاتو بحث وشو.
غونډه د قرانکريم د څو مبارکو آياتونو په تلاوت پيل شوه؛ ورپسې محترم محمدي د غونډې اجنډا بيان کړه او له ابتدائیه محکمې څخه پر راغليو موضوعاتو بحث او خبرې وشوې.
دغه راز غونډه کې د دېوانونو پر ځينو موضوعاتو باندې هم بحث وشو او حللاري ورته وموندل شوې.
د غونډې په وروستيو کې د بندیانو پر دوسیو بحث وشو او محترم محمدي لخوا د بېلابېلو موضوعاتو په اړه اړوند دېوانونو ته لازم هدایات وشول.
غونډه د دعا په ویلو پای ته ورسېده.