د لغمان ولايت ښاري ابتدائیه محکمې رئيس د بندیانو او مراجعينو دوسیو ته په ټاکلي وخت پر رسېدنه ټينګار وکړ

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۲:۰
د لغمان ولايت ښاري ابتدائیه محکمې رئيس د بندیانو او مراجعينو دوسیو ته په ټاکلي وخت پر رسېدنه ټينګار وکړ

د لغمان ولايت ښاري ابتدائیه محکمې رئيس محترم مولوي سلطان محمد (رباني) په مشرۍ؛ د يادې محکمې د دېوانونو رئيسانو، قضائي غړو او د تحريراتو عمومي مدیر په ګډون په ۲۶/ ۱۲/ ۱۴۴۶هـ ق نېټه غونډه کې د بندیانو او مراجعينو دوسیو ته په ټاکلي وخت پر رسېدنه ټينګار وشو.
 غونډه د قرانکريم د څو مبارکو آياتونو په تلاوت پيل شوه؛ ورپسې د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس د اجنډا سره سم پر يو شمېر موضوعاتو بحث او خبرې وکړې.
یاده غونډه وروسته له هغې جوړه شوه، چې له ناستې يوه ورځ مخکې د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس، د جزا او د امنيت عامه دېوانونو رئیسانو په ملتیا د یاد ولايت له عمومي زندان او بنديانو څخه لیدنه وکړه.
د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس او ورسره مل پلاوي له زندان څخه د ليدنې پر مهال د بنديانو وضعیت له نږدې وکاته، د زندانیانو اړتیاوې یې له مسؤولینو سره شريکې کړې، دغه راز د زندانیانو هغه موارد چې د دېوانونو اړوند وو، د هغه په اړه یې په اداري ناسته کې خبرې وکړې.
د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس د غونډې له ګډونوالو جدي غوښتنه وکړه چې د عاليقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم او سترې محکمې عالي مقام د هدایت مطابق د بنديانو دوسیو ته په ټاکلي وخت رسېدنه وکړي.
غونډه د دعا په ويلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۳۱
Background image

د لوګر ولايت مرافعه محکمې پلاوي د یاد ولايت له زندان څخه ليدنه وکړه

د لوګر ولايت مرافعه محکمي رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په هدايت يو پلاوي د جزا دېوان رئیس مولوي فضل الرحیم (عابد) په مشرۍ؛ په ۲۱/ ۸/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه د یاد ولايت له زندان څخه ليدنه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۲۸
Background image

د بلخ، پکتیکا او تخار ولایتونو د حقوقو آمریتونو په یوه میاشت کې (۲۲۰۸) عرض‌پاڼو او دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د سترې محکمې د حقوقو عمومي ریاست اړوند د بلخ، پکتیکا او تخار ولایتونو د حقوق آمریتونو په یوه میاشت کې له ( ۱۴۴۷/۸/۱ هـ ق څخه تر ۲۹ /۸ /۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۲۲۰۸) عرض‌پاڼو او دوسيو ته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۱۸
Background image

د لغمان ولایت مرافعه محکمې رئیس د عدليې وزارت له پلاوي سره وکتل

د لغمان ولايت مرافعه محکمې رئيس الحاج شیخ سخي الرحمن (فایز فیروزکوهي)؛ د عدلیې وزارت له راغلي پلاوي چې مشري یې د حقوقي مساعدینو رئیس مفتي ضیاء الحق (ثاقب) کوله، په ۲۰/ ۸/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه. . .

بیا په خبرونو کی