د کابل ولايت ښاري ابتدائيه محکمې اړوند څلورو زونونو په يوه مياشت کې (۱۶۵۷) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۱۱:۳۰
د کابل ولايت ښاري ابتدائيه محکمې اړوند څلورو زونونو په يوه مياشت کې (۱۶۵۷) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د کابل ولايت ښاري ابتدائيه محکمې اړوند څلورو زونونو په يوه مياشت کې له (۱/ ۱/ ۱۴۴۷ هـ ق څخه تر ۲۹/ ۱/ ۱۴۴۷ هـ ق) نېټې پورې په جزائي، حقوقي او تجارتي برخو کې (۱۶۵۷) دوسيو ته رسېدنه کړې ده؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په جزائي برخه کې:
د کابل د ابتدائیه محکمې اړوند څلورو زونونو ته په يوه مياشت کې (۹۶۲) جزائي دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۲۰۳) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۵۶۹) دوسیې فیصله شوې، (۱۳۰) دوسیې مکتوبي اجرا شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
۲ـ په حقوقي برخه کې:
د کابل د ابتدائیه محکمې اړوند څلورو زونونو ته په يوه مياشت کې (۴۸۶) حقوقي دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱۹۲) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۸۷) دوسیې فیصله شوې، (۷۰) دوسیې مکتوبي اجرا شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
۳ـ په تجارتي برخه کې:
 د کابل ښار د ابتدائیه محاکمو څلورو زونونو ته په يوه مياشت کې (۵۱۷) تجارتي دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۲۳۵) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۲۴) دوسیې فیصله شوې، (۴۷) دوسیې مکتوبي اجرا شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۵۲
Background image

په ننګرهار ولايت کې شپږو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د ننګرهار ولايت شېرزادو ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې شپږو کسانو ته د روژې خوړلو په جرم؛ په ۱۴/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد مجرمين پر دو ـ دو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۴۳
Background image

په پکتیکا ولايت کې دوو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتیکا ولایت جاني خېل ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې دوو کسانو ته د نامشروع اړیکو په جرم؛ په ۱۴/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل .شوه
ابتدائیه محکمې یاد مجرمين په دوه ـ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۰:۱۲
Background image

په فراه ولايت کې پنځو مجرمينو او متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د فراه ولایت بالابلوک ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې د يوې ښځې په ګډون پنځو کسانو ته د نامشروع اړيکو په جرم او غلا په تور، په ۱۳/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائ. . .

بیا په خبرونو کی