د سترې محکمې مرکزي ریاستونو او دېوانونو د رئیسانو، مفتیانو، محررینو او آمرینو لپاره د دعوت او ارشاد ریاست میاشتنۍ غونډه وشوه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۴:۵۷
د سترې محکمې مرکزي ریاستونو او دېوانونو د رئیسانو، مفتیانو، محررینو او آمرینو لپاره د دعوت او ارشاد ریاست میاشتنۍ غونډه وشوه

د سترې محکمې د مرکزي ریاستونو او دېوانونو د رئیسانو، مفتیانو، محررینو او آمرینو لپاره نن سه‌شنبه (۲۱/۴/۱۴۴۷هـ ق) نېټه د دعوت او ارشاد ریاست میاشتنۍ غونډه وشوه.
په دې غونډه کې چې د سترې محکمې د مرکزي ریاستونو او دېوانونو رئیس صاحبانو، مفتي صاحبان، محررینو او آمرینو ګډون درلود؛ د سترې محکمې اداري مرستیال محترم شیخ سخاءالله (سعید) صاحب د قرآنکریم او نبوي احادیثو په رڼا کې د مسؤولیت او امانت اړوند ګټور اصلاحي بیان وکړ.
محترم شیخ سخاءالله (سعید) صاحب وویل، د اسلامي امارت ټول مسؤولین له امیر څخه نیولې تر اجیره د الله تعالی او افغان مجاهد او غیور ملت پر وړاندې مسؤول دي، کوم مسؤولیتونه چې راسپارل شوي دا امانت دي؛ د ښه ترسره کولو او په امانت کې د خیانت د مخنیوي په برخه کې باید شپه او ورځ هڅې وکړو.
د سترې محکمې اداري مرستیال ټولو منسوبینو په ځانګړې توګه هغه مسؤولینو ته چې په اداره کې د کسانو د جذب او له دندو د لرې کولو مسؤولیت ورسپارل شوی په اشاره وویل، تاسو مکلف یاست چې په اداره کې نوي کسان د وړتیا، صداقت او رښتینولۍ په اساس وټاکئ؛ که خدای مه کړه دا کار ونه کړئ او د وړ کسانو پر ځای د خپلوۍ، انډیوالۍ یا سپارښتنو په اساس کسان وګمارۍ دا کار هم د خپل ځان، هم د هغه کس چې پر ځای یې نااهله کس ټاکل شوی، هم د ټاکل شوي کس او هم د ملت په حق کې ظلم دی.
محترم شیخ سخاءالله (سعید) صاحب زیاته کړه، د نااهله کسانو د ټاکلو په صورت کې، د خپل ځان په حق کې دا ظلم دی چې د الله تعالی پر وړاندې مسؤول کېږئ، د هغه وړ شخص په حق کې چې پر ځای یې د واسطې په اساس بل څوک په دنده ټاکل شوی ظلم دادی چې حق یې ضایع کېږي، د نااهله ټاکل شوي کس په حق کې دا ظلم دی چې د ده تر توان لوړ کار ورته سپارل کېږي او د ملت په حق کې دا ظلم دی چې د نااهله کسانو د ګمارنې له امله یې کارونه له ځنډ او خنډ سره مخ کېږي.
محترم شیخ صاحب اسلامي نظام او په دغه نظام کې دندو ته په اشاره وویل، دا پر موږ د الله (جل جلاله) لوی احسان دی چې د اسلامي نظام په لوی نعمت یې نازولي یو، خو ترڅنګ یې دا هم له یاده مه باسئ چې موږ په  ستر امتحان کې هم قرار لرو، که مو په دغه نظام کې راسپارل شوي مسؤولیتونه په ښه ډول ادا کړل بریالي به وو او که خدای مه کړه په دې برخه کې لږ غفلت هم وکړو؛ نو د قیامت په ورځ به الله تعالی حساب راسره کوي او جزا به راکوي.
د سترې محکمې اداري مرستیال له ټولو حاضرینو وغوښتل چې د تل په څېر خپلو مسؤولیتونو ته متوجه شي، ورسپارل شوی امانت په ښه ډول وساتي او په پوره اخلاص او صداقت د هېوادوالو خدمت وکړي.
دغه اصلاحي ناسته د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۲:۳
Background image

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو ریاست د نظامي محاکمو د امنیتي او اجرائیوي قطعاتو قوماندان څلورو ولایتونو ته رسمي سفر وکړ

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو ریاست د نظامي محاکمو د امنیتي او اجرائیوي قطعاتو قوماندان الحاج حافظ حکمت الله آغا (ذهین)؛ د دغه ریاست د ملکي او نظامي قوماندانۍ د مسؤولینو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۵:۵۱
Background image

د کابل ښار د سندونو او وثیقو د ثبت شپږو آمریتونو په يوه میاشت کې (۱۶۷۳) بېلا بېلې وثیقې اجرا کړې دي

د کابل ښار د سندونو او وثيقو د ثبت شپږو آمريتونو په يوه میاشت کې (له ۱/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۳۰/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۱۶۷۳) بېلا بېلې وثيقې اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي:. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۴:۵۷
Background image

د کندهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په يوه مياشت کې (۴۱۱) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

 د کندهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په يوه مياشت کې له ( ۱/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۳۰/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې په حقوقي او جزائي برخو کې (۴۱۱) دوسیو ته رسېدنه کړې ده؛ چې جزئيات يې په لاندې. . .

بیا په خبرونو کی