د خوست، لوګر او بغلان ولایتونو د حقوقو آمریتونو په یوه میاشت کې (۱۲۲۷) عرض‌پاڼو او دوسيو ته رسېدنه کړې ده

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۱۱:۳۰
د خوست، لوګر او بغلان ولایتونو د حقوقو آمریتونو په یوه میاشت کې (۱۲۲۷) عرض‌پاڼو او دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د سترې محکمې د حقوقو عمومي ریاست اړوند د خوست، لوګر او بغلان ولايتونو د حقوقو آمریتونو په یوه میاشت کې له ( ۱۴۴۷/۴/۱ هـ ق څخه تر  ۱۴۴۷/۴/۲۹ هـ ق) نېټې پورې (۱۲۲۷) عرض‌پاڼو او دوسيو ته رسېدنه کړې د‎ه؛ 
چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
د عرض‌پاڼو په برخه کې:
د خوست، لوګر او بغلان ولايتونو د حقوقو آمریتونو په یوه میاشت کې د مدني، فاميلي او سوداګریزو دعواوو په برخه کې (۹۶۶) عرض‌پاڼو ته رسېدنه کړې ده.
 له دې جملې څخه (۲۶۷) عرض‌پاڼې اصلاح او ابراء شوې، (۲۳۶) عرض‌پاڼې محاکمو ته لېږل شوې، (۴۶) عرض‌پاڼې نورو ادارو ته راجع شوې، (۴۱۷) عرض‌پاڼې حفظ شوې او پاتې عرض پاڼې تر کار لاندې دي.
د دوسيو په برخه کې:
د خوست، لوګر او بغلان ولايتونو د حقوقو آمریتونو په یوه میاشت کې د مدني، فاميلي او سوداګریزو دعواوو په برخه کې (۲۶۱) دوسيو ته رسېدنه کړې ده.
له دې جملې څخه (۵۷) دوسيې تطبيق شوې، (۱۸) دوسيې محاکمو ته لېږل شوې، (۴) دوسيې نورو ادارو ته راجع شوې، (۱۸۲) دوسيې حفظ شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۱:۵۴
Background image

په پکتيا ولايت کې يوه متهم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتيا ولايت زرمت ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې يو کس ته چې پر غلا متهم و؛ نن دوشنبې ۱۹/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد متهم پر شپږ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۹:۴۱
Background image

د لوګر ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۲۴۶) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۷۹) وثیقې هم اجرا کړې دي

د لوګر ولایت مرافعه، ښاري ابتدائیه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۲۹/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۲۴۶) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۷۹) وثيقې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۵:۳۹
Background image

د بدخشان ولایت نظامي محکمې مسؤولینو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د بدخشان ولایت نظامي ابتدائيه محکمې د رئيس محترم شیخ عبدالباري (صالحي) په ډېرو هڅو؛ قومي مشرانو او سپين‌ږیرو په منځګړیتوب، د ترافیکي پېښې له امله رامنځته شوې د قتل خطاء موضوع، نن یکشنبه. . .

بیا په خبرونو کی