په زابل ولایت کې (۱۹) مجرمينو او متهمينو ته تعزيري سزا ورکړل شوه

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۶ - ۱۴:۴۲
په زابل ولایت کې (۱۹) مجرمينو او متهمينو ته تعزيري سزا ورکړل شوه

د زابل ولايت ښاري ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې د يوې ښځې په ګډون (۱۹) کسانو ته د غلا، زنا او لواطت په تور او نامشروع اړيکو په جرم، نن دوشنبه (۲۶/ ۵/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټه په عام محضر او د محکمې په انګړ کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد کسان له لسو میاشتو څخه تر شپږو کلونو پر تنفيذي بند او له ۱۰ څخه تر ۳۹ دُرو پر تعزیري سزا محکوم کړي وو؛ چې یاده پرېکړه د سترې محکمې عالي مقام له تائيد وروسته پر یادو مجرمينو او متهمينو تطبيق شوه.  
په دې موخه جوړه شوې غونډه کې د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو مسؤولينو، قضائي غړو او اداري کارکوونکو، مرستيال والي، امنيه قوماندان، د علماوو شورا غړو، نورو امارتي ادارو مسؤولينو او عامو هېوادوالو ګډون درلود.
غونډه د قرانکريم د څو مبارکو آياتونو په تلاوت پيل شوه؛ ورپسې د مرافعه محکمې رئيس محترم مفتي عبدالجليل (سفيان) وينا وکړه وویل، دغه د اسلامي نظام برکت دی چې نن موږ او تاسو د اسلامي احکامو د تطبيق پروګرام جوړ کړی، اسلامي نظام په ډېرو غټو قربانيو راغلی، بايد قدر يې وکړو او شکر يې ادا کړو چې الله (جل‌جلاله) دغه نعمت دوامداره کړي.
دغه راز د مرافعه محکمې رئيس د حدودو او تعزيراتو په اړه ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل.
د غونډې په دوام ګڼو علماء کرامو د موضوع اړوند ويناوې وکړې او غونډه د تعزیري سزا له تطبيق وروسته د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۶ - ۱۴:۴۲
Background image

په زابل ولایت کې (۱۹) مجرمينو او متهمينو ته تعزيري سزا ورکړل شوه

د زابل ولايت ښاري ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې د يوې ښځې په ګډون (۱۹) کسانو ته د غلا، زنا او لواطت په تور او نامشروع اړيکو په جرم، نن دوشنبه (۲۶/ ۵/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټه په عام محضر او د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۶ - ۱۴:۲۵
Background image

د بلخ ولايت مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت د درېيو ولسواليو له ابتدائیه محاکمو څخه ليدنه وکړه

د بلخ ولايت مرافعه محکمې عمومي رئيس محترم الحاج شيخ غلام الله (عادل)؛ د عامه امنيت دېوان رئيس مولوي عبدالسلام (مظهري) او ورسره مل پلاوي په ملتیا، په ۱۱/ ۵/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه د یاد ولايت د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۶ - ۱۴:۲۲
Background image

د کاپیسا ولایت مرافعه محکمې رئیس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د کاپیسا ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم مولوي عزیزالرحمن (حقاني) په مشرۍ؛ په ۱۴/ ۵/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه د ټولو ابتدائیه محاکمو، مرافعه او ښاري ابتدائيه محاکمو دېوانونو او اختصاصي محکمې. . .

بیا په خبرونو کی