د زابل ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۱۷۰) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۶۴) وثیقې هم اجرا کړې دي

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۴:۳۷
د زابل ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۱۷۰) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۶۴) وثیقې هم اجرا کړې دي

د زابل ولایت د مرافعه، ښاري ابتدائیه، نظامي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې (له ۱۶/ ۶/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۳۰/ ۶/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۱۷۰) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۶۴) وثيقې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقي برخه کې:
په دوو اونيو کې (۱۷۵) حقوقي دوسیې محاکمو ته راجع شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۴۳) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۵۶) دوسیې فیصله شوې، (۵) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
په دوو اونيو کې (۵۷) جزائي دوسیې محاکمو ته راجع شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۳۲) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۳۱) دوسیې فیصله شوې، (۳) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د زابل ولایت محاکمو په دوو اونيو کې (۶۴) بېلابېلې وثیقې هم اجرا کړې دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۵:۱۳
Background image

د کابل ولايت د حقوقو رئيس د دغه ولایت د څلورو ولسواليو د حقوقو له مديریتونو څخه ليدنه وکړه

د کابل ولايت د حقوقو رئيس محترم مفتي نصیب الله (طیب)، د ۱۴۴۸ هـ ق کال د ربيع الآخر میاشتې په ۲۸مه او د جمادی الأولی میاشتې پر لومړۍ او دویمه نېټه د دغه ولايت د ده سبز، سروبي، پغمان او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۴:۳۵
Background image

د کابل ولایت مرافعه محکمې د وثیقو د تصحېح کمېسیون په يوه مياشت کې د (۴۳) وثیقو د تصحېح قرارونه صادر کړي

د کابل ولایت مرافعه محکمې د وثیقو د تصحېح کمېسیون په يوه مياشت کې (له ۸ /۳ /۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۲۹ /۳ /۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې د (۴۳) بېلا بېلو وثیقو د تصحېح قرارونه صادر کړې دي.
 یاد کمېسیون د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۴:۲۰
Background image

د سترې محکمې د تدقیق او مطالعاتو عمومي ریاست اړوند قضائي تدقیق ریاست د ربيع الآخر میاشتې د فعالیتونو لنډ راپور

د سترې محکمې د تدقیق او مطالعاتو عمومي ریاست اړوند قضائي تدقیق ریاست د روان ۱۴۴۸ هـ ق کال د ربيع الآخر میاشتې په جریان کې د (۹۵) بېلا بېلو موضوعاتو په اړه تدقیقي نظریات ورکړي؛ چې په دې. . .

بیا په خبرونو کی