د ميدان وردګ ولايت جغتو ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولينو په هڅو د قتل (۴۰) کلنه موضوع حل شوه

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۱:۳
د ميدان وردګ ولايت جغتو ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولينو په هڅو د قتل (۴۰) کلنه موضوع حل شوه

 د میدان وردګ ولايت جغتو ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د مسؤولينو په هڅو؛ قومي مشرانو او سپين‌ږیرو په منځګړیتوب، (۴۰) کاله مخکې رامنځته شوې د ځمکې پر سر حقوقي موضوع په ۵/ ۷/ ۱۴۴۷ هـ ق حل او فصل شوه.
یاده موضوع (۴۰) کاله مخکې د جغتو ولسوالۍ د (بیدمشک) په کلي کې د دوو کورنيو ترمنځ د ځمکې پر سر د شخړې له امله رامنځته شوې وه، چې په پایله کې له دواړو کورنیو څخه یوـ یو تن په قتل رسېدلی و.
د جغتو ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولینو دواړه کورنۍ سولې ته وهڅولې او دوی هم په خپله خوښه او رضا سره سولې ته غاړه کېښوده.
په دې توګه د دواړو کورنيو ترمنځ شته دښمني په دوستۍ بدله شوه؛ یو بل ته یې بخښنه وکړه او موضوع يې رسما حل شوه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۲:۳۲
Background image

د سترې محکمې د جنوب لوېديځ زون تميز عالي ریاست له خوا یو ورځنی سیمینار جوړ شو

د سترې محکمې اړوند جنوب لوېديځ زون د تمیز عالي ریاست د دفتر رئیس محترم مولوي محمد عمر (عمري) په مشرۍ؛ د سترې محکمې د کاري پلان او ارزونې فورم د تشرېح په موخه، په ۳/ ۱۱/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۳۹
Background image

د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د سمنګان ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې د محترم مقام په هدایت د قضائي پلټنې د عمومي ریاست یوه مؤظف هيئت د محترم مولوي سیف الرحمن (ذاکر) په مشرۍ؛ چې مولوي شمس الدین (احدي) او مولوي کمال الدین (متقي) يې غړيتوب. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۳۵
Background image

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائيوي چارو ریاست د رئیس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائيوي چارو ریاست د غونډو په تالار کې د یاد ریاست د رئیس محترم الحاج مولوي نجیب الله (رفیع) په مشرۍ؛ د معاونیتونو، قوماندانیو او مدیریتونو د تېرې اوونۍ د. . .

بیا په خبرونو کی